د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

سپېدار: افغانان لا هم د جدي د شپږمې بیه پرې کوي


نن چهارشنبه د جدي د میاشتې شپږمه نېټه پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له ۳۸ کالیزې سره برابره ده.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست دغه ورځ د افغانستان د تاریخ توره ورځ او په هېواد کې د ډېرو ناخوالو او ستونزو زېږنده بولي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» ازادي راډيو ته وویل چې پر افغانستان د شوروي ځواکونو يرغل افغانانو ته ډېرې بدې او ناوړې پایلې لرلې چې له امله‌يې اوس هم افغانان قرباني ورکوي.

مجیب رحیمي
مجیب رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"شپږم د جدي د افغانستان د خلکو لپاره يوه ترخه او توره ورځ ده. پر افغانستان د شوروي ځواکونو يرغل چې په ټولو برخو کې یې افغانانو ته ډېرې بدې او ناوړې پایلې لرلې، دغې ورځې مهاجرتونه، وژنې او ډېر جنجالونه له ځانه سره لرل چې افغانان‌یې اوس هم بیه پرې کوي."

۳۸ کاله مخکې د جدي په شپږمه نېټه په یو وار څه باندې ۲۵ زره شوروي پوځيان افغانستان ته راغلل چې پیاوړي پوځي تجهیزات او هوایي ځواکونه هم ورسره وو او وروسته د شوروي عسکرو شمېر حتی له یو نیم لکو څخه هم واوښت.

د شوروي اتحاد ځواکونو د ببرک کارمل په غوښتنه پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، حفیظ‌الله امین ووژل شو او کارمل د تاشکند له راډیو څخه د حفیظ‌الله امین د رژیم د نسکورېدو اعلان وکړ.

دا پوځونه شااوخوا نهه کاله په افغانستان کې پاتې شول چې د افغانانو د پاڅونونو او د وسله‌والو مبارزو نه وروسته له دې هېواده ووېستل شول.

شوروي پوځونه د افغانانو له مقاومت سره مخامخ شول.
شوروي پوځونه د افغانانو له مقاومت سره مخامخ شول.

د راپورونو پر اساس په یاده موده کې سلګونه زره افغانان مړه او ټپیان او دغه‌راز میلیونونه نور مهاجرت ته اړ شول.

ډېری افغانان په دې باور دي چې د افغانستان اوسنۍ ستونزې د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل پایلې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا غړی حاجي دین محمد وايي، که څه هم افغانانو د ډېرو قربانیو په ورکولو سره شوروي ځواکونه له خپلې خاورې وایستل، خو لا هم د سولې په ارمان ژوند تېروي.

حاجي دین محمد
حاجي دین محمد

نوموړي زیاته کړه:

"شپږم د جدي هغه ورځ ده چې په دې ورځ افغانستان ته ډېر مصیبتونه راغلل، خو افغان ولس د ډېرو قربانیو په ورکولو سره د نړۍ ستر قدرت مات کړ او خپله ازادي يې بېرته ترلاسه کړه، خو یقیني خبره دا ده چې له هم هغه وخت نه تر اوسه پورې د څه لپاره چې افغانانو قربانۍ ورکړې وې چې هغه په افغانسان کې امن او خوشحالي وه هغه ولس ته په لاس نه‌دي ورغلي."

په همدې حال کې د سیاسي چارو يو شمېر افغان کارپوهان بیا په دې باور دي چې پر افغانستان د شوروي ځواکونو یرغل نورو بهرنیو هېوادونو ته په دغه هېواد کې د مداخلې زمینه برابره کړه.

له دې ډلې د سیاسي چارو کارپوه قدرت‌الله ځواک وايي، که څه هم پر افغانستان د شوروي ځواکونو له يرغل وروسته داسې ملي حکومت نه‌دی رامنځته شوی چې خلکو ته کار وکړي، خو د ده په خبره اوسني حکومت ته يو څه هیله‌مند دي.

نوموړي زیاته کړه:

"شپږم د جدي زه فکر کوم چې افغانستان ته د نړیوالو قدرتونو او هغو نړیوالو سیلانیانو چې اقتصادي او سیاسي ګټې یې درلودې د توجه پیلامه ده او له بده مرغه له هغه وروسته په افغانستان کې موږ هېڅکله هم په دقیق معنی باندې ملي حکومت نه‌دی لرلای چې د خلکو د ملي ګټو لپاره کار کړای وي."

د سولې د عالي شورا غړی او جهادي قوماندان حاجي دین محمد وايي، افغان ولس او سیاسیونو ته په‌کار ده چې د تاریخ له تېرو ترخو تجربو په ګټې اخیستنې سره له اختلافاتو تېر او په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره سره يو موټی شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG