د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

د جدي شپږمه د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ


نن د جدي د میاشتې شپږمه نېټه په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له شپږ دېرشمې کلیزې سره برابره ده.

سره له دې چې د جدي شپږمه د افغانستان په تاریخ کې د تورې ورځې په نوم یادېږي، خو یو شمېر غیر دولتي ادارې انتقاد لري چې افغان حکومت دغه ورځ او د دغې ورځې ناوړه عواقب له یاده ایستلي دي.

د افغانستان د جمعیت اصلاح ټولنې رئیس عبدالصبور فخري د یکشنبې په ورځ د جدي د شپږمې نېټې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل چې لاهم افغانان د دې ورځې رنځ او دردونه په ذهن کې لري.

نوموړي وړاندیز وکړ چې خلک باید د داسې پروګرامونو په لټه کې ووسي چې دا ورځ تکرار نه شي.

ښاغلي فخري زیاته کړه:

"د جدي شپږمه او له هغه وروسته پېښې او ستونزې چې په خلکو راغلي لا یې ټپونه زموږ د ملت په وجود کې تازه دي، خو ولې موږ هغه پېښې له یاده باسو؟ ولې موږ د هغو پروګرامونو په لټه کې نه یو چې نور له دې لارې د تهاجم هدف ونه ګرځو."

۳۶ کاله مخکې د جدي په شپږمه نېټه په یو وار څه باندې ۲۵ زره شوروي پوځيان افغانستان ته راغلل چې پیاوړي پوځي تجهیزات او هوایي ځواکونه هم ورسره وو او وروسته د شوروي عسکرو شمېر ان له یونیم لکو څخه هم واوښت.

شوروي ځواکونو د ببرک کارمل په بلنه پر افغانستان یرغل وکړ، حفیظ الله امین ووژل شو او کارمل د تاشکند له راډیو څخه د حفیظ الله امین د رژیم د نسکورېدو اعلان وکړ.

شوروي ځواکونه څه باندې نهه کاله په افغانستان کې پاتې شول چې د افغانانو د پاڅونونو او وسله والو مبارزو وروسته له دې هېواده ووتل او افغانانو یو نیم میلیونه شهیدان ورکړل.

ډېری افغانان په دې باور دي چې د افغانستان اوسنۍ ستونزې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پایلې دي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د دې جرګې په عمومي غونډه کې د جدي شپږمه او له طالبانو سره د روسیې اوسنۍ اړیکې وغندېلې.

ښاغلي مسلمیار وویل:

"شپږم د جدی غندو او د روسانو تېری په افغانستان او اوسنی برخود د روسانو له طالبانو سره اړیکه دا هم غندو، له حکومت نه غوښتنه کوو چې په دې اړه جدي ووسي او د افغانستان د خلکو هیلې تر پښو لاندې نه کړي او روسانو ته خپل احتجاج وړاندې کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې روسي چارواکو ویلي دي چې د داعش له خطر څخه یې د خپل هېواد د ساتنې په خاطر په افغانستان کې له طالبانو سره اړیکې نیولې دي.

بلخوا د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي سید عمر اعزامي پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل وغانده او اوس یې له افغانستان سره د روسیې مرسته هم چل او نیرنګ وباله.

ښاغلي اعزامي زیاته کړه:

"په دې وروستیو کې تاسې به هم اورېدلي وي چې روسانو بیا لېوالتیا ښودلې چې له افغانستان سره مرسته وکړي، دا ټول چل او فریب دی، خو کېدای شي زموږ یو شمېر خوشباوره او احساساتي کسان چې په قدرت کې دي، په دې خبرو تېر ووځي، خو د دې پایله هغه څه دي چې موږ ۱۴ کاله د شوروي د تېري پر مهال ولیدل ایا دوی له هغه نه دي زده کړي چې بیا هم هغو خلکو ته رجوع کوي چې زموږ ملت د هغوی له لاسه تبا شو."

د افغانستان دفاع وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جدي شپږمه د افغانستان په تاریخ کې یوه خونړۍ ورځ ګڼلې.

پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال سلګونه زره افغانان ووژل شول، لکونه نور ټپیان او معلول شول او دغه راز په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او داسې نور جوړښتونه سخت زیانمن او یا هم له منځه ولاړل.

د پخواني شوروي اتحاد پوځیانو نهه کاله په افغانستان کې تېر کړل، خو په دې موده کې دوی د افغانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او زرګونه عسکر یې په دې هېواد کې ووژل شول.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG