د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د سولې عالي شورا: علما دې د سولې لپاره هڅې د سولې جهاد اعلان کړي


د افغانستان د سولې عالي شورا هيله وښوده چې د افغانستان علما به د سولې لپاره هڅې د سولې جهاد اعلان کړي.

د سولې عالي شورا د دولت له وسله‌والو مخالفينو سره د سولې د خبرو د پیلېدو خبره کوي او وايي چې د سولې په پروسه کې د علماوو رول خورا مثبت او ګټور دی.

د دغې شورا رئيس محمد کریم خليلي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۴» په کابل کې له علماوو سره په غونډه کې په هېواد کې د مرګ ژوبلې او د جګړې پر دوام اندېښنه وښوده او هيله‌يې وښوده چې افغان علما به د سولې لپاره هڅې د سولې جهاد اعلان کړي.

د سولې د عالي شورا رئیس عبدالکریم خلیلي
د سولې د عالي شورا رئیس عبدالکریم خلیلي

ښاغلي خلیلي وویل:

"د هېواد اوسني وضعيت ته په کتو او دا چې هره ورځ په جګړه کې قرباني ورکوو، موږ هيله لرو چې درانه علما د سولې لپاره هڅې د سولې جهاد اعلان کړي. له شک پرته چې سوله یو جهاد او هڅه ده، هغه هڅه ده چې په مسلمانانو کې د مرګ ژوبلې مخه نيسي او د ګواښونو او ستونزو پر وړاندې زموږ هېواد پیاوړی کوي."

ښاغلي خليلي د اسلامي نړۍ له علماوو هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي، خو ټينګار یې وکړ چې یوازې افغانان کولای شي چې د سولې لپاره اقدام وکړي او د خلکو هيلې په واقعیت بدلې کړي.

د سولې عالي شورا رئيس دغه څرګندونې د سولې په اړه په هغه مشورتي ناسته کې وکړې چې د ۳۴ ولایتونو سلګونو ديني علماوو په‌کې ګډون کړی و.

د سولې عالي شورا وايي، له دې ناستې هدف د سولې له هڅو د علماوو خبرول او د دوی مشورې اخیستل دي.

د سولې د عالي شورا مشر په همدې ناسته کې وويل چې د دولت وسله‌والو مخالفينو سره د سولې خبرې پیل شوي او په دې اړه به پرمختګونه له خلکو سره شریک کړي.

پخواني طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف په دغه غونډه کې د سولې عالي شورا د افغان حکومت له اړخه د سولې د خبرو اترو لپاره یوازنی ادرس یاد کړ او ویې‌ویل چې د سولې د خبرو اترو د پر مخ بیولو لپاره مقابل لوري ته باید دفتر پرانیستل شي.

تر دې وړاندې د سولې عالي شورا هم ویلي وو چې وسله‌وال طالبان کولای شي چې په کابل کې خپل دفتر پرانیزي.

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي وو چې دوی د سولې د خبرو اترو لپاره دفتر نه‌غواړي او د تل په څېر يې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار درلود.

په دغې ناسته کې د افغانستان د علماوو د سراسري شورا مشر قیام‌الدین کشاف وويل چې روانه جګړه په افغانستان تپل شوې او هر چا چې پرې پانګونه کړې، اوس خپله ونډه غواړي.

د افغانستان د علماو د سراسري شورا مشر قیام الدین کشاف
د افغانستان د علماو د سراسري شورا مشر قیام الدین کشاف

ښاغلی کشاف زیاتوي:

"هر کله چې موږ له خپلو افغان وروڼو سره بين‌الافغاني مذاکرات پيل کړل، د خدای په فضل سره د نورو لاسوهنې پای ته رسېږي."

په دغې ناسته کې د هېواد یوه ديني عالم ایاز نيازي د سولې د خبرو پر وړاندې د خنډونو پر لیرې کېدو ټینګار وکړ او ویې‌ويل، د سولې لپاره هڅې یوازې د ديني علماوو نه، بلکې د ټولو، ښځو او نارینه‌وو دنده ده.

د سولې د عالي شورا مسؤلین وايي، که چېرې علما د سولې له هڅو خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړي، دغه پروسه به هدفمنده شي او څوک‌یې بیا د ټکنۍ کولو هڅه نه‌شي کولای.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG