د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۰۵

دانش: په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې راکټي برید زیان نه‌درلود


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، تېر ماښام د کابل په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې راکټي برید ځاني او مالي تاوان نه‌درلود.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ا رد کړه چې ګواکې دوه راکټونه دې پر کابل ویشتل شوي وي.

نوموړی وايي:

"دوه بریدونه نه‎دي، یو راکټ د لسمې حوزې اړوند د وزیر محمد اکبر خان په ۱۴ سړک کې لګېدلی دی. له نېکه‎مرغه تلفات نه‎لري. دا توغندی د یوې مخابراتي شبکې تر څنګ لګېدلی، خو زیان‌یې نه‎دی اړولی."

تر اوسه معلومه نه‎ده چې دا راکټ له کوم لوري ویشتل شوی دی.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG