د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۲۶

د فراه چارواکي: په بېلابېلو سیمو کې پر ۴ پوستو هم‎مهاله بریدونه شوي


د فراه امنیتي مسؤلین وایي، تېره ورځ د فراه په بېلابېلو سیمو کې پر څلورو امنیتي پوستو هم‎مهاله بریدونه شوي دي.

د فراه د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ګل بهار مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې افغان ځواکونو په ریګي او پشت رود ولسوالیو کې له دوو پوستو څخه تاکتیکي شا تګ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په‎دې نښتو کې تر ۱۰ ډېر وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي:

"دښمن هم‎مهاله په نمبر ۱ شاهراه کې د دوهم ټولي پر پوستو بریدونه وکړل، په‎دې ترڅ کې د هغو تر ۱۲ ډېر کسان ووژل شول او ۱۵ نور یې ټپیان شول."

په همدې حال کې د ازادي راډیو خبریال د سیمه‎ییزو چارواکو په حواله وایي چې په‎دغو نښتو کې ۷ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي، خو مجاهد په‎دې اړه جزئیات نه‎دي ورکړي.

د جمعې په ورځ هم وسله‎والو طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ او د فراه د مرکز ترمنځ لاره کې پر یوې امنیتي پوستې برید کړی و چې د امنیتي چارواکو په خبره درې تنه په‎کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG