افغان امنیتي چارواکو او د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان د هلمند وسلهوالو مخالفینو ته یو ګډ پیغام ورکړی چې که د سولې لار غوره نهکړي، وبه وژل شي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ولي محمد احمدزي په هلمند کې له جان نېکلسن سره تر لیدو وروسته ازادي راډیو ته وویل چې دا وروستي فرصتونه دي چې وسلهوال مخالفین استفاده ترې وکړي او له سولې سره یوځای شي.
نوموړی وايي:
"د دولت مخالفین باید له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې څخه استفاده وکړي، ځکه دا د هغوی لپاره یو لوی فرصت دی او که داسې ونهکړي، ټولو ته معلومه ده چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې به لهمنځه یوړل شي."
تر دې وړاندې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» هلمند ته د سفر پر مهال د دولت مخالفینو ته ورته پیغام ورکړی وو.
جنرال نېکلسن د لښکرګاه په شمال لوېدیځ کې د ښوراب پوځي اډې د مشرتابه د بدلون په مراسمو کې وویل:
"که طالبان د افغانستان له حکومت سره روغه جوړه ونهکړي، وبه وژل شي."
پهدې مراسمو کې په ښوراب اډه کې چې ۳۰۰ امریکایي پوځيان فعالیت لري، دورهیي مأموریت تر ۹ میاشتو وروسته د ناټو له یوه قوماندان څخه بل قوماندان ته سپارل کېږي.
جنرال نېکلسن پهدې مراسمو کې وویل، امریکایي ځواکونه او ناټو به تر هغو په افغانستان کې پاتې شي چې یاغیان په بشپړ ډول لهمنځه نهوي تللي.
نوموړي د افغان ځواکونو تر څنګ درېدو او د هغو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان دغهراز وویل چې دا مهال د هلمند هېڅ ځای د یاغیانو لپاره خوندي نهدی.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان ولي محمد احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې په هلمند کې د پراخو عملیاتو د پیل لپاره کار کوي.
هغه زیاته کړه، له جنرال نېکلسن څخهیې په همدې اړه ژمنه اخیستې ده:
"د هلمند لپاره چې کوم عملیات په پام کې نیول شوي، د هغه له لوري د افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې ډاډ ورکړل شو. د دښمن پناه ځایونه او د نشهیي موادو د تولید فابریکې به له افرادو سرهیې یوځای زموږ په دې عملیاتو کې لهمنځه یوړل شي."
ښاغلي احمدزي دا هم وویل چې افغان ځواکونه تېر کال په هلمند کې ښه وځلېدل او وتوانېدل د ناوې ولسوالۍ بېرته له مخالفینو ونیسي.
د ښاغلي احمدزي په وینا اوسمهال د هلمند ټولې تدارکاتي لارې د افغان امنیتي ځواکونو په واک کې دي.
طالبان د هلمند په شپږو ولسوالیو کې کنټرول او یا نفوذ لري.
دغه ولایت د افغانستان په سطح د نشهیي موادو د تولید یو عمده مرکز بلل کېږي چې په پراخه توګه کوکنار پهکې کرل کېږي.
افغان امنیتي ځواکونو د امریکا په هوایي ملاتړ د تېر کال د نومبر په ۱۹مه او ۲۰مه نېټه د طالبانو د مخدره موادو پر تأسیساتو عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې د دغې ډلې څو کارخانې او لابراتوارونه لهمنځه یوړل شول.
امریکایې چارواکي اټکل کوي چې د نړۍ ۷۵ فیصده هیروئین د افغانستان په هلمند ولایت کې تولیدېږي.