د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

غني: "م.م" دې د مخدرو موادو د تولید او قاچاق په اړه معلومات راټول کړي


ولسمشراشرف غني له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د مخدرو موادو د تولید او قاچاق په اړه معلومات راټول کړي.

اشرف غني د ملګرو ملتونو د مخدر موادو او تنظیم شوېو جرایمو پر ضد د مبارزې له ادارې UNODC څخه وغوښتل چې په سیمه کې د افغانستان د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاق په اړه معلومات راټول او برابر کړي.

ښاغلي غني وویل، ملګري ملتونه دې د افغانستان د مخدر موادو د قاچاق اټکلي ارقام او همدا راز د هغې ګټې وټې په اړه معلومات چمتو کړي چې د کوکنارو افغان کروندګر یې په افغانستان کې او د نشه يي موادو تولیدوونکي او قاچاقبران یې د مخدرموادو د قاچاق د ټرانزیټ پر لاره په پرتو هېوادونو کې ترلاسه کوي.

افغان حکومت او د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې وروستیو کې د هېواد په جنوبي ولایاتو کې د مخدروموادو د تولید د مرکزونو د له منځه وړلو په مقصد جدي عملیات پیل کړي.

په هلمند کې د مخدره موادو پر لابراتوار د امریکایي ځواکونو بمباري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

ښاغلي غني چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اسیا د زړه د کنفرانس د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وینا کوله د حکومت وروستي اقدامات یاد کړل خو دا یې هم وویل چې افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی، ځکه نو مخدر مواد یې هم د ګاونډیو هېوادونو له لارې بهر ته قاچاق کېږي.

ولسمشر یادونه وکړه چې د مخدرو موادو د تولید پر مرکزونو عملیات د حکومت د څلور کلن امنیتي پلان یوه مهمه برخه ده او زیاته یې کړه چې دا عملیات به دوام وکړي.

ښاغلي غني یادونه وکړه چې د افغان کومانډو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې وسله والو مخالفینو ته د ۵۰ او ۷۰ میلیون ډالرو ترمنځ تاوان اوښتی دی.

ولسمشر همدا راز وویل چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې له دوو ټنو زیات هیروئین، له ۶۴ ټنه زیات مورفین، ۴۰۰ ټنه تاریاک، ۲۵ ټنه چرس او له زر کیلو زیات هغه کیمیاوي مواد چې د مخدرو موادو په تولید کې کارول کېږي له منځه وړل شوي دي.

د ښاغلي غني په وینا د ضبط شویو مخدرو موادو ټول ارزښت ۳۵۲ میلیون ډالر اټکل شوی دی.

د افغانستان د مخدر موادو پر ضد د مبارزې د وزارت سږنی راپور ښيي چې په هېواد کې د تېرکال په پرتله د کوکنارو کښت په سلو کې ۶۳ او د تاریاکو تولید په سلو کې اووه اتیا زیات شوی دی.

روسیې او د منځنۍ آسیا هېوادونو په وروستیو څو کلونو کې له افغانستانه د مخدرو موادو د قاچاق له کبله په پرله پسې ډول اندیښنه څرګنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG