د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

د سوریې د پولو د امنیت لپاره د ۳۰ زره کسیز پوځ جوړول او د ترکیې تُند غبرګون!


د سوریې ډموکراټیک پوځ
د سوریې ډموکراټیک پوځ

د امریکا په مشرۍ ائتلاف چې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره جګړه مخته وړي، د سوریې د سرحدونو د امنیت لپاره د ۳۰ زره کسیزه پوځ په جوړولو کار کوي.

دغه ائتلاف پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۴» وویل، دا پوځیان به د سوریې ډموکراتیک پوځ تر کنټرول لاندې سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شي.

د سوریې ډموکراتیک پوځ له کُرد جنګیالیو او عربانو جوړ دی.

د ائتلاف په خبره د دې پوځ په لومړۍ مرحله کې ۲۳۰ تنه په زده‌کړو بوخت دي.

د دغو ۳۰ زره پوځیانو ډله به نیمايي له کُردانو جوړوي.

دغو پوځیانو تر اوسه پورې د سوریې د ډموکراتیک پوځ په چوکاټ کې د امریکا د هوایي بریدونو، سلا مشورو او وسلو په مټ داعش سخت‌دریځي د سوریې له شمال او ختیځو سیمو ایستلي دي.

د سوریې ډموکراتیک پوځ له کُرد جنګیالیو او عربانو جوړ دی.

د سوریې ډموکراتیک پوځ اوس وخت له ترکیې سره په سرحد کې شمالي سیمې او له عراق سره نږدې د سوریې ختیځې سیمې په کنټرول کې لري.

خو اخوا ترکیې له نیمايي کُرد د دې جوړېدونکي پوځ کلک مخالفت وکړ.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم کالین وویل، دا کار د یوه ترورېستي سازمان فعالیتونه توجیه کوي.

ترکیه د کُرد «YPG» جنګیالي د «PKK» له ډلې سره تړلي بولي.

د کُردانو کارګر ګوند له څو لسیزو راهیسې د ترکیې په نارامه کولو تورن دی.

د سوریې د ولسمشر بشار الاسد رژیم پرون شپه تر ناوخته هم د امریکا په مشرۍ د ائتلاف له‌خوا د سوریې د سرحدي سیمو د امنیت د ساتلو په هدف د جوړېدونکي پوځ په اړه کوم عکس‌العمل ونه‌ښود.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG