د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

روسیې پر سوریې په بریدونو کې د امریکا پر ښکېلتیا شک څرګند کړی


روسیې په دې وروستیو کې د سوریې په لوېدیځ کې د دې هېواد پر هوايي پوځي اډې د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د امریکا پر ښکېلتیا شک څرګند کړی دی.

د روسیې د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» په یو بیان کې د "عجیب تصادف" یادونه کړې او ویلي یې دي د بریدونو پر مهال د طرطوس سمندري تأسیساتو او د حميميم هوايي اډې ته نږدې د امریکا یوه استخباراتي الوتکه د مدیترانې دپاسه الوته.

د روسیې د دفاع د وزارت اعلامیه یوه ورځ وروسته له هغې خپرېږي چې دې وزارت وویل:

"د جمعې او شنبې د ورځو ترمنځ د شپې پر مهال ۱۳ په وسلو سمبالې ډرون الوتکې د سوریې په طرطوس کې د دوی پر پوځي هوايي اډه برید کې کارول شوي."

د روسیې د دفاع وزارت نېښان
د روسیې د دفاع وزارت نېښان

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، ۷ دا بې‌پیلوټه الوتکې یې رانسکورې کړي او شپږ نورې یې اړ کړي چې له تلفاتو او زیان اړولو پرته پر ځمکه ښکته شي.

د اسوشیټېد پرس خبري اژانس د سوریې د بشري حقونو د څار د بریتانیا مېشتې ډلې په حواله ویلي چې پر دې روسۍ هوايي اډې د سخت دریځو وسله‎والو هغې ډلې برید کړی چې د سوریې په لاذقیه ولایت کې فعاله ده او د روسیې دا هوايي پوځي اډه هم په همدې ولایت کې ده.

له هغې راوروسته چې مسکو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په روسیه کې هوايي عملیات پیل کړي، په دې هېواد کې ۴۰ تنه روسي پوځي پرسونل وژل شوي دي.

  • اسرائیلي ځواکونه

بل‎خوا د سوریې پوځ وايي، اسرائیلي ځواکونو د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» په پیل کې د سوریې په خاوره پایتخت دمشق ته نږدې د هوا او ځمکې له‎لارې بریدونه کړي او ځیني پوځي اهداف‌یې زیانمن کړي دي.

اسرائیلي ځواکونه
اسرائیلي ځواکونه

د سوریې دولتي ټلوېزیون د سوریې د پوځ په حواله ویلي چې د دوی د هوايي دفاع ځواک یوه اسرائیلي جنګي الوتکه نسکوره کړې.

د سوریې پوځ همدارنګه ویلي چې د اسرائیلو جېټ الوتکو د دمشق په ۱۵ کېلو مترۍ کې د القطیفه په سیمه کې پر یوې پوځې پوستې د لبنان له هوايي قلمرو څخه توغندي ویشتي او زیاته‌یې کړه چې وروسته‌یې د ګولان له لوړو راکټونه توغولي چې په وینا یې د سوریې دفاعي ځواک دا ټول توغندي تر لګېدو مخکې هوا کې ویجاړ کړي.

د سوریې د پوځ قوماندانۍ همدارنګه ویلي چې اسرائیلو له خپلې خاورې هم څلور توغندي پرې ویشتي چې یو شنډ کړی شوی او درې نور یې پوځي اهدافو ته نږدې لګېدلي چې مادي زیانونه‌یې اړولي دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاندې د سوریې د ادعا په اړه له تبصرې ډډه کړې.

تر دې مخکې اسرائیلو وخت په وخت ویلي، اجازه به ورنه‎کړي چې ایران د سوریې په خاوره کې اډې جوړې کړي او یا د سوریې له خاورې په ګټه د لبنان حزب‎الله ملېشو ته درنې وسلې انتقال کړي.

دا مهال حزب‎الله ملېشې چې ایران‌یې ملاتړ کوي په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ جنګېږي.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو خبریالانو ته وویل:

"موږ له اوږدې مودې دا پالېسي لرو چې د سوریې له خاورې حزب‎الله ته د درنو وسلو د انتقال مخه ونیسو، دا پالېسي نه‎ده بدله شوې او که اړتیا شي موږ یې لپاره اقدامات کوو."

XS
SM
MD
LG