د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

حیلم فدايي: د لوګر په ښوونځيو کې د طالبانو نصاب، نه تدريسېږي


د لوګر ولايت چارواکي هغه راپورونه نه مني چې د دغه ولايت د ځينو ولسواليو په ښوونځيو کې د وسله والو طالبانو نصاب تدريسېږي.

د سولې او جګړې راپور ورکولو انسټيټيوټ يا IWPR په پروني راپور کې ويل شوي، د دغه ولايت ځينو ښوونکو او زده کوونکو ورته ويلي، وسله والو طالبانو د دوى پر محلي ښوونځيو خپل نصاب ورتپلى او ديني زده کړو ته يې تر نورو لومړيتوب ورکړى دى.

طالبانو هم ویلي چې ځینو ښوونځیو ته یې خپل عالمان د تدرییس لپاره لېږلي دي.
طالبانو هم ویلي چې ځینو ښوونځیو ته یې خپل عالمان د تدرییس لپاره لېږلي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه انسټيټيوټ ته ويلي، دوى د ځينو مضامينو پرځاى خپل هغه نصاب ته داخلي کړي او ځينو ښوونځيو ته يې خپل ديني عالمان د تدريس لپاره لېږلي دي.

خو د لوګر والي وايي، وسله والو يوازې د څو ولسواليو په ښوونځيو کې د سيرت النبي او نورو ديني مضامينو د ورزياتېدو غوښتنه کړې وه.

محمد حليم فدايي دا نه مني چې په کوم ښوونځي کې دې مطلق وسله والو طالبانو د خپل نصاب تدريس روان کړى وي.

د لوګر والي حلیم فدايي.
د لوګر والي حلیم فدايي.

نوموړي زیاته کړه:

"تر کومه چې موږ معلومات لرو وسله والو يوازې په څرخ او ځينو نورو ولسواليو کې غوښتنه کړې وه چې يوازې دې د سيرت النبي کتاب په نصاب کې اضافه شي، خو دا مضمون دا کتاب له پخوا په نصاب کې شامل و، ويل کېږي په ځينو ځايونو کې که دا ويل کېږي په نصاب کې دې قران شريف يا سيرت النبي اضافه شي دا داسې موضوع نه ده چې د نصاب موضوع دې تر پوښتنې لاندې راولي بلکې دا نصاب لا غښتلى کوي."

د لوګر والي وايي، څرنګه چې په لوګر کې د مرغومي يا جدي مياشتې له لومړۍ نېټې ښوونځي رخصت دي، نو د (IWPR) راپور کره والي ته هم د شک په سترګه ګوري.

د سولې او جګړې د راپور ورکولو انسټيټيوټ ته په خروار ولسوالۍ کې د مرکزي لېسې د لسم ټولګي يوه زده کوونکي ويلي چې د دوى له نصاب څخه ځينې مضمونونه ايستل شوي او پر ځاى يې ديني مضامين وراضافه شوي دي.

د دغه انسټيټيوټ خبريال خان ولي احمدزي په څرخ، بره کي برک او خوښۍ ولسواليو کې د ورته ستونزې يادونه کړې ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د افغانستان نصاب په ټوله سيمه کې له اسلامي اصولو سره برابر دى او هېچا ته اجازه نه ورکوي، د افغانستان له نافذه تعليمي نصاب پرته بل نصاب پر زده کوونکو وتپي.

د دغه وزارت د نشراتو رئيس کبير حقمل ازادي راډيو ته وويل:

کبیر حقمل
کبیر حقمل

"د نصاب په برخه کې په ځينو ځايونو کې موږ ته هم راپورونه راغلي خو دا چې په ښوونځيو کې دې د کوم بل نصاب تدريس روان وي، لا له نورو ولايتونو بيا خصوصاً له لوګر څخه رسمي راپور نه لرو، د پوهنې وزارت نصاب، اسلامي، افغاني او معياري نصاب دى، داسې څه په کې نه شته چې موږ دې کوم زده کوونکي ته د افغاني او اسلامي اصولو خلاف څه ورزده کړو، د پوهنې وزارت موقف دا دى چې د يوازېني افغاني نصاب ترويج مو پاليسي ده؛ نه بل نصاب ته اړتيا وينو او نه اجازه ورکوو."

د وسله والو طالبانو د واکمنۍ په وخت کې په تعليمي نصاب کې تر عصري زده کړو، ديني زده کړو ته ډېر لومړيتوب ورکړل شوى و.

نجونو هم نه شواى کولاى ښوونځيو ته لاړې شي.

لوګر ولايت چې د کابل په ٦۵ کېلومترۍ کې پروت دى، په وروستيو کې د ناامنيو د ځينو پېښو شاهد و.

د لوګر مرکز پل علم
د لوګر مرکز پل علم

خو دا اول وار دى چې د لوګر په ځينو ښوونځيو کې د وسله والو طالبانو په غوښتنه د ځينو مضامينو د تدريس راپور ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG