د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

″د ګاونډیو هېوادونو استخبارات د زموږ د ښوونځیو په سوځولو کې لاس لري″


د پوهنی وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال محمد اصف ننګ.
د پوهنی وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال محمد اصف ننګ.
که څه هم د پوهنې وزارت چارواکي د کوم هیواد د استخباراتي کړۍ نوم نه اخلي، خو وایي، په افغانستان کې پر ښوونځیو په بریدونوکې د ګاونډیو هیوادونو د استخباراتي کړیو په ګډون بیلابیلې ډلې لاس لري.

د پوهنی وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال محمد اصف ننګ د شنبې په ورځ په کابل کې ازادي راډیو دا هم وویل، چی په روان کال کې پر ښوونځیو د وسله والو مخالفینو بریدونه خورا کم شوي دي.

ښاغلی ننګ وایي، هغه ډلې، چې په ښوونځيو بریدونه کوي، په بیلا بیلو برخو ویشل شوي دي.

″زه چې د معارف دښمن وایم، په دې کې پنځه شپږ کټه ګورۍ راځي، هغه اجنبيی دښمن، چې د افغانستان خاوره استعمالوي او تر شا یې پردي استخباراتي غدې دي، دا په کې راتلای شي، جاهلان په کې راتلای شي، موږ داسې ګروپونه هم لرو، چې په افغانستان کې د نجونو زده کړې سره مخالف دي، وایي، چې دا بیخي ناروا ده، خو دی نه طالب دی نه کوم بل وسله وال یواځې جاهل دی.

طالب هم زه نه بخښم، چې دا هم په کې راتلای شي، شریرې ورانکاره ډلې هم په کې دي او د ګاونډي هیوادونو رټل شوي، عناصر هم په کې راتلای شي، چې زه دا یو هم نه ردوم او نه یې تاییدوم، داسې عناصر د معارف په سوځولو کې لاس لري.″

پر ښوونځیو بریدونه کم شوي:

نوموړی وايي، له تیرو دریو کلونو راهیسې پر ښوونځیو بریدونه ځکه را کم شوي، چې ښوونځي یې له سیاست نه ایستلي دي او سیمه ییز خلک د ښوونځيو ساتنه کوي.

اصف ننګ زیاته کړه، چې سږکال پر ښوونځیو دیارلس بریدونه شوي، چې تیر کال دا شمیر نه ویشت او وړم کال دوه دېرش وو.

ښاغلي ننګ پر ښوونځیو د بریدونو د کموالي لامل له ښوونځیو څخه د شوراګانو او د سیمه ییزو خلکو ملاتړ بولي.

نوموړی وایي، چې اوسمهال د ښوونځیو د ساتنې لپاره یوولس زره رضاکاره شوراګانې جوړې شوي، چې هره یوه یې یوولس غړي لري.

هغو طالبانو ته چې د سولې له بهیر سره یو کيږي او وړتیا ولري، کولای شي، چې په ښوونځیو کې د ښوونکي په توګه کار وکړي.

اصف ننګ

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د تحلیګرانو په نوم د یوې ادارې له خوا د خپاره شوي رپوټ پر اساس د طالبانو او حکومت ترمنځ د ښوونځيو د نه سوځولو په اړه مشروطه موافقه شوې.

دغې ډلې په خپل راپور کې ویلي، چې وسله والو طالبانو موافقه کړې، پر ښوونځیو به بریدونه نه کوي او نه به یې سوځي، خو د دې په بدل کې به د پوهنې وزارت د طالب پلوه ملایانو ته په ښوونځیو کې د زده کړې ورکولو اجازه ورکوي او په تعلیمي نصاب کې به دیني مضمونونه زیاتوي.

خو ښاغلي ننګ دا رپوټ رد کړ او ویې ویل، چې د پوهنې وزارت اوسنی نصاب په اسلامي اصولو ولاړ دی او په دې کې د طالبانو پر ګډون د هېڅ یوې ډلې فرمایش او غوښتنه نه مني.

″یو خو ګزارش غلط دی او بل د معارف په نظام کې هغه څه چې استخدام ورته وایي، هغه په علمي معیارونو کېږي.

په دې معنا نه کېږي، چې هر سړی چې پټکی یې تړلې وی، موږ یې استاد کړو، موږ ګورو دا سړی، چې پټکی یې تړلی، یا یې پکول په سر دی او یا یې هم نکتایي تړلې، دا څوک دی، ایا وړکس دی؟

اما که د ملا عمر په جوړجاړي کې په ریاضي کې کوم اختلاف راځي هغه بیا زه نه منم، د هیچا نه منم، ماته به طالبان څه اضافه راکړي، چې په دې کې راته فرمایش راکړي، زما د ادبیاتو برخه ده، ایا په عروضو کې د ملا عمر کوم فرق شته؟

په دینی علوموکې ماته هم خدای یو دی او په تفیسر کې نه ملا عمر فرق را وستی شي او نه یې زه را وستی شم.″

پخلا شویو طالبانو ته د دندې وړاندیز:

ښاغلي ننګ همداراز وویل، هغو طالبانو ته چې د سولې له بهیر سره یو کيږي او وړتیا ولري، کولای شي، چې په ښوونځیو کې د ښوونکي په توګه کار وکړي.

په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت دا رپوټ ردوي خو د بشري حقونو د دفاع یوشمېر ډلو، اندیښنه څرګنده کړې، چې د دی ډول موافقو له مخې به په ښوونځیو کې د زده کوونکو په ځانګړي توګه د نجونو ازادي سلب شي.

دا اندیښنه داسې مهال کېږي، چې د پوهنې وزارت د رسمي شمېرو له مخې لاهم په ټول هیواد کې څلور سوه اویا ښوونځي تړلي پاتې دي، چې د هلکانو پر ګډون یې یو شمېر نجونې له زده کړې بې برخې کړي دي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG