د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

افغان زده کوونکو په ښوونځيو کې څه زده کوي؟


په افغانستان کې د ښوونځيو په اړه معمولاً داسې راپورونه خپریږي چې، د ښوونځيو لپاره ودانۍ نه شته او وسلوال طالبان پر ښوونځيو باندې بریدونه کوي، خو د ازادي راډيو خبري څانګې د افغانستان په ښوونځيو کې د ډیرو نورو ژورو ستونزو په اړه معلومات راټول کړي دي.

په افغانستان کې د زده کوونکو په اړه چې په ښوونځيو کې څه زده کوي؟ اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي.

افغان مقامات په پلان کې لري، چې له وړکتون څخه نیولې تر دوولسم ټولګي پورې د زده کړو ټول سیسټم وڅيړي، څو وکړای شي د زده کړو کیفیت ښه کړي او تعلمي نصاب عصري کړي؟

15 کلنه شیلا د کابل په شمال کې د بې کوره شویو کسانو په کمپ کې په یوه ښوونځي کې د کلونو راهیسې لوست کوي، خو تر اوسه خپل نوم نه شي لیکلای. دا وايي:

“زه باید په ښوونځي کې قران شریف، دري، حساب، پښتو او انګلیسي زده کړم. ټول یولس مضامین باید زده کړم. اما دلته هیڅ درس نه شته، ځکه چې ښوونکي یوازې د یو څو دقیقو لپاره ښوونځي ته راځي او بیرته ځي. موږ په ښوونځي کې بیکاره ناست یو.”

د یونس دوه زامن د تخار ولایت په یوه ښوونځي کې درس وايي، هغوي هم له ورته ستونزې سره مخامخ دي. یونس وايي:

“زه د افغانستان د ټول تعلیمي نظام، د ښوونکو، تعلیمي ادارې او حکومت په اړه شکایت لرم.

موږ خپل زامن مکتبونو ته لیږو خو هغوي هیڅ شی نه زده کوي. د لومړي او دوهم ټولګي څخه نیولی ان د دولسم ټولګي زده کوونکې خپل نومونه، نه شي لیکلای. د تعلیم او تربیې وزارت ښوونکو ته معاش ورکوي، خو ماشومان څه نه زده کوي.”


ازادي راډيو ته د هېواد له بېلابېلو برخو څخه، زده کوونکو یا د زده کوونکو میندو او پلرونو په ښوونځيو کې د ستونزو په اړه شکایتونه رالیږلي دي.

یو شکایت دا دی، چې په لیرې پرتو، کلیوالي سیمو کې، د زورواکو ملیشه، قومندانانو خپلوان او ملګري، پرته له دې چې د درس ورکولو وړتیا ولري، په ښوونځيو کې د ښوونکو په توګه کار کوي او پیسې اخلي.

د ښوونې او روزنې مرستیال وزیرمحمد صدیق پتمن وايي، حکومت د دغو شکایتونو په اړه خبر دی، خو دغه شکایتونه د افغانستان په ډیرو ښوونځيو کې صدق نه کوي. نوموړی زیاتوي:

“د ډيرو ولسوالیو په ښوونځيو کې دا ستونزه شته، خو دا انتقاد چې په ټول هېواد کې د ښووځيو زده کوونکې، وروسته تر کلونو زده کړو، لیک لوست نه شي کولای نه منو.”

ښاغلي پتمن ازادي راډيو ته وویل، د ښوونې او روزنې وزارت په پام کې لري، چې له وړکتونونو څخه نیولې، د دوولسم ټولګيو، اتو میلیونو زده کوونکو تعلیمي سیسټم په اړه څیړنه وکړي، دا دې لپاره چې وپوهیږي د تعلیمي نصاب د عصري کولو لپاره کومو اصلاحاتو ته اړتیا ده؟ او څرنګه د زده کړو کیفیت ښه کړي؟

د دې کار لپاره د ښوونې او روزنې وزارت په درست هېواد کې شاوخوا 14 زرو ښوونځيو کې د ښوونکو په اړه چې دریمه برخه یې ښځينه ښوونکې دي څیړنه کوي.

بریتانوي رسنیو په دې ورستیو کې د یوه بریتانوي لوړ رتبه مقام له قوله ویلي دي چې، لندن په تیره لسیزه کې د هلمند په ولایت کې د ښوونځيو د دوانیو پر جوړولو په میلیونونو ډالره لګولې، خو د افغانستان حکومت د ښوونکو د کمښت او اقتصادي ستونزو له کبله نه شي کولای چې ډير ښوونځي فعاله وساتي.

په افغانستان کې د بریتانیا سفیر« رچرډ سټاګ» د بریتانیا ګارډين ورځپاڼي ته ویلي دي:

"دا درسته نه وه، پر ځای د دې چې په افغانستان کې انساني پانګوني ته پاملرنه شوې وای، چې دغه هېواد له یوې اوږدې مودې راهیسې ورته اړتیا لري، موږ د ښوونځيو په ظاهري او فزیکي کیفیت تمرکز وکړ."

له بلې خوا افغان مقامات وايي، چې په ناارامو سیمو کې د مسلکي ښوونکو موندل ممکن نه دي.

په افغانستان کې د یوه عادي ښوونکې میاشتنی معاش سل ډالره دی، هغه ولسوالۍ چې د طالبانو په کنټرول کې دي، هلته ښوونکې د مرګ له تهدیدونو سره مخامخ دي.

د ښوونې او روزنې وزارت وايي، د کندهار او روزګان په ولایتونو کې چې وسلوال طالبان ډير دي، هلته یې مسلکي ښوونکو ته د میاشتې د زرو ډالرو وړاندیز کړی دی، خو له دې سره، بیا هم هیڅ یو مسلکي ښوونکی نه دی حاضر شوی چې، په دې نا ارامه ولایتونو کې معلیمي وکړي.

دا راز جرمني هم په تیره لسیزه کې پر لومړنیو زده کړو او مسلکي کورسونو باندې، په میلیونونه ډالره مصرف وکړ، خو په 2010 میلادي کال په دې خبره پوه شول چې لږ شمېر فعال ښوونکو د ښوونکو د تعلیم او تربیې پروګرام یا دارالمعلمین لوستی دی.

اوس جرمني په پلان کې لري، چې د افغانستان په څو ولایتونو کې ښوونکې وروزي، افغان مقامات وايي، چې سږ کال به 11.000 نوي ښوونکې مقرر کړي.

د ښوونې او روزنې وزارت وايي، چې په ولایتونو کې به د ښوونکو د پوهاوي لپاره نور ډير تعلیمي سمینارونه جوړ کړي.

په کندز ولایت کې د ساینس یو ښوونکی، چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه کړې ده ازادي راډيو ته په ښوونځيو کې د درسي موادو د کمښت په اړه شکایت کړی دی او وايي، چې سمینارونه ښوونکو ته ګټه نه ده رسولې، دی وايي:

“په کندز کې د ښوونکو لپاره روزنکې نه شته. درسي کتابونه او لابراتواري سامان، لکه مایکرسکوبونه چې د ساینسي مضامینو لپاره ډیر مهم دي نه شته.

زه فکر کوم، چې په تعلیمي سمینارونو باندې ډيرې پیسې لګول شوي دي خو دا سمینارونه کومه نتیجه نه ورکوي.”


د ښوونې او روزنې مرستیال وزیر ښاغلي صدیق پتمن ازادي راډيو ته وویل، چې د دې شکایوتونو په اړه به څیړنې وکړي.
XS
SM
MD
LG