د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۳

د امریکا ولسمشر د ایران د اټمي تړون په اړه غونډه کوي


د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر به نن له یو شمېر جګپوړیو سلاکارانو سره د ایران د اټمي تړون په اړه سلا مشوره وکړي.

د اسوشېټیډ پرېس او رویټرز اژانسونو په بنسټ، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مهمو سلاکارانو له ده غوښتې دي چې پر ایران لګېدلي بندیزونه د تړون له مخې کم کړي، خو تر دې دمه په خپله ولسمشر ټرمپ وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د امریکا ولسمشر د ایران د اټمي تړون د تائید یا رد لپاره نوي ورځې وخت ټاکلی و چې سبا یې وخت پوره کېږي.

تمه ده چې ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي چې له دې اټمي تړون سره پاتېږي که ترې وځي.

له ایران سره دا تړون د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې لاسلیک شوی و.

ایران هم ویلي که امریکا له دې تړونه ووزي دوی به هم ووزي.
ایران هم ویلي که امریکا له دې تړونه ووزي دوی به هم ووزي.

د اروپایي ټولنې په ګډون د دې تړون نور غړي، بریتانیا، چین، جرمني، فرانسه او روسیه پر دې ټینګار کوي چې تړون دې پر خپل حال وي، خو ولسمشر ټرمپ پر دې تړون سخت انتقاد لري.

ایران پرون خبرداری ورکړ، که امریکا له دې تړونه ووځي، تهران به هم له دې تړونه بهر شي.

بل لور ته د ایران او د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به نن په بروکسل کې سره وویني او د شوي تړون د پاتېدو پر لارو چارو به خبرې وکړي.

دا به هم وڅېړي که چېرته واشنګتن له دې تړون ووځي دوی به څه کوي.

تر دې خبرو یوه ورځ مخکې یعني د چهارشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خپل روسیي سیال سرګي لاوروف سره په مسکو کې وکتل، ښاغلي ظریف بیا ګډې خبرې غونډې ته د خبرو پرمهال له اټمي تړونه د امریکا احتمالي وتلو ته اشاره وکړ او ویې ویل:

جواد ظریف
جواد ظریف

"له بده مرغه د اټمي تړون یو بل غړی چې خپلې ژمنې یې بشپړې هم نه دې عملي کړي، په دې برخه کې یې تخریبي سیاست ته مخه کړې."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران له اټمي تړون څخه د مسکو د ملاتړ اعلان وکړ.

دا تړون د دوه زره پنځلسم کال د جولای په څوارلسمه نېټه د ایران او د امریکا په ګډون د نړۍ د شپږو پیاوړیو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

XS
SM
MD
LG