د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

ایران، روسیه او اذربایجان: اټمي تړون کې ښکېل اړخونه دې پر خپلو ژمنو ودرېږي


د ایران، روسیې او اذربایجان ولسمشرانو د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون له ښکېلو لورو وغوښتل چې پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د ایران، روسیې او اذربایجان مشرانو د ایران د اټمي تړون پر ژمنې د درېدو غږ داسې مهال کړی چې دغو مشرانو تېره ورځ په تهران کې درې اړخیزه غونډه درلوده.

تر غونډې وروسته حسن روحاني، ولادیمیر پوتین او الهام علي‌اف یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

د دغه تړون له مخې ایران منلې چې پر دغه هېواد د لوېدیځ د بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې به خپل اټمي پروګرام محدود کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په اکټوبر میاشت کې ویلي و چې په دغه تړون کې ځینې نیمګړتیاوې شته او خبرداری یې ورکړی و چې که د امریکا د کانګرس او یا د امریکا د متحدینو له‎خوا په دغه تړون کې د ده په وینا نیمګړتیاوې سمې نه‎شي، نو متحده ایالات به له‎دې تړونه ووځي.

ښاغلي ټرمپ ویلي و، له کانګرسه به غوښتنه وکړي، څو داسې يو قانون جوړ کړي چې پر تهران اضافي فشارونه لګوي او دغه هېواد ونه‌کړاى شي چې اټمي وسله جوړه کړي.

بل‎خوا اروپایي ټولنې او د دې تړون نورو اړخونو چې روسیه، بریتانیا، چین، فرانسه او جرمني په‎کې شامل دي پر ولسمشر ټرمپ غږ کړی چې له‎دې تړونه ونه‌وځي.

د ایران، روسیې او اذربایجان مشرانو دغه‌راز د تهران په پرونۍ غونډه کې موافقه وکړه چې د تېلو او ګازو د کارخانو په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په‎دې اړه وویل:

"روسیه، ایران او اذربایجان د هایدرو کاربن لوی تولیدوونکي هېوادونه دي. دا په‎دې معنی نه‎ده چې موږ باید له یو بل سره سیالي وکړو، معنی یې دا ده چې موږ اړتیا لرو خپلې هڅې سره همغږې کړو."

باکو د ۲۰۱۶ میلادي کال په اګسټ کې ورته درې اړخیزه غونډه درلوده او ټاکل شوې د دغو مشرانو راتلونکې غونډه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په روسیه کې ترسره شي.

د ایران دولتي رسنیو ویلي ولادیمیر پوتین دغه‌راز په دې سفر کې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‎الله علي‎ خامنه‎اي سره ولیدل چې نوموړي د تهران او مسکو ترمنځ د همکاریو پر ډېرېدو ټینګار کړی دی.

پوتین دغه راز د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‎الله علي‎خامنه‎اي سره ولیدل.
پوتین دغه راز د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‎الله علي‎خامنه‎اي سره ولیدل.

د ایران دولتي ټلوېزیون د خامنه‎اي له قوله ویلي:

"د سوریې د بحران بشپړ هواری د ایران او روسیې ترمنځ پیاوړې همکارۍ ته اړتیا لري. زموږ همکاري کولای شي امریکا منزوي کړي او دا همکاري به په سیمه کې ثبات راولي."

مسکو او تهران په سوریه کې د کورنۍ جګړې پر مهال چې اوس‌یې اووم کال پیل شوی، د بشارالاسد د حکومت پلوي کوي.

XS
SM
MD
LG