د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

د ایران او القاعده په اړه نوې راپورته شوې پوښتنې


د امریکا د مرکزي استخباراتو یا «سي. ای. اې» له خوا د اسامه بن لادن د وژلو پر مهال د ترلاسه شویو اسنادو تر خپرېدو وروسته، یو ځل بیا د ایران او القاعده شبکې ترمنځ د اړیکو په اړه پوښتنې پورته شوي دي.

په دې اسنادو کې چې لانګ وار ژورنال ورځپاڼې لیدلي او اسوشېټېډ پرېس يې یوه کاپي ترلاسه کړې ده، ښکاره کېږي چې ایران پر امریکايې اهدافو د بریدونو لپاره القاعده شبکې ته د هر ډول پوځي او مالي مرستې او ملاتړ پېشنهادونه کړي دي.

اسوشېټېډ پرېس وايي، دې اسنادو یو ځل بیا پر امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱ مې د ترورېستي بریدونو لپاره له القاعده شبکې سره د ایران د همکارۍ موضوع ګرمه کړې ده.

د امریکا استخبارات او څارنوالان له اوږدې مودې راهیسې ایران تورنوي چې له ۱۹۹۱ میلادي کال راپدېخوا يې له القاعده شبکې سره ارتباط لرلی دی.

د «سي. ای. اې» له خوا خپرو شويو اسنادو کې لیدل کېږي چې ایران پېشنهاد کړی چې هر څوک چې غواړي پر امریکا برید وکړي، ایران چمتو دی چې ملاتړ يې وکړي.

د «سي. ای. اې» له خوا په خپرو شویو اسنادو کې د اسامه بن لادن د کشري ځوی حمزه بن لادن داسې ويډیوګانې هم شته چې تر اوسه خلکو نه دي لیدلي.

اسوشېټېډ پرېس اژانس د ایران او القاعده ترمنځ د اړیکو په اړه ۱۹ مخه اسناد خپاره کړي دي .

په دې اسنادو کې راغلي چې ایران د القاعده وسله والو ته د وسلو، پیسو او هر هغه څه چې دا شبکه ورته اړتیا لري، پېشنهاد کړی و، ایران دغه راز القاعده ته وړاندیز کړی و چې د لبنان د حزب الله ډلې په کمپونو کې به د دې شبکې غړو ته روزنه هم ورکړي او د دې ټولو په بدل کې يې له القاعده غوښتې وو چې په سعودي عربستان کې د امریکا اهداف په نښه کړي.

د «سي. ای. اې» له خوا خپاره شوي اسناد له هغو معلوماتو سره سمون لري چې پر امریکا د سپتمبر د ۱۱ مې د حملو تحقیقاتي کمېسيون خپاره کړي دي.

دې کمېسیون ویلي، ایراني چارواکو په ۱۹۹۱کال کې په سوډان کې د القاعده له مشرانو سره لیدنې کړې وې او د دې شبکو غړو په لبنان کې د حزب الله په کمپونو کې روزنه ترلاسه کړې ده.

د «سي. ای. اې» له خوا په خپرو شویو اسنادو کې دا هم لیدل کېږي چې پر نیویارک او واشنګټن د سپټمبر د ۱۱ مې برید کوونکي په اسانۍ سره د ایران له پولو تېر شوي او د دې لپاره چې شک او شبه لېرې شي، د هغوی پر پاسپورټونو ټاپې هم نه وې لګول شوې.

دا اسناد هم د یوولسم سپټمبر د بریدونو په اړه د تحقیقاتي کمیسيون له معلوماتو سره اړخ لګوي، په کومو کې چې ویل شوي، له ۱۰ څخه اته القاعده غړو چې پر نیویارک يې د بریدونو لپاره الوتکې یرغمل کړې وې، امریکا تر راتلو، له ایران څخه تېر شوي وو.

خو ایران له خپل لوري وايي چې له ۹۸۱۹ کال راهیسې هغه مهال چې القاعده په کینیا او تنزانیا کې د امریکا پر سفارتونو بریدونه وکړل، له دغې شبکې سره يې هېڅ ډول اړیکه نه ده لرلې.

د ایران او القاعده ترمنځ د اړیکو په اړه په داسې وخت کې اسناد خبرېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له نړیوالو سره د ایران اټمي موافقه تائید کړې نه ده او تهران يې له ترورېستي ډلو څخه په ملاتړ تورن کړی دی.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس فارس چې له سپاه پاسداران انقلاب ځواک سره نېږدې ګڼل کېږي، د «سي. ای. اې» له خوا خپاره شوي اسناد، د ایران پر ضد د متحده ایالاتو یوه پروژه بللې ده او هغه يې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG