د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

بهرنیو هېوادونو ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر خبرداری!


د ایران د بهرنیو چارو وزیر نورو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې په ایران کې دې نا امنیو ته لمن نه وهي.

جواد ظریف دغه څرګندونې په ایران کې حکومت ضد اعتراضونو ته په اشاره چې څه کم دوه اوونۍ مخکې پیل شوي، کړي او هغه د ایران د حکومت پر رسمي دریځ بیا تاکید کوي چې دغه اعتراضونه د امریکا د متحدو ایالتونو، اسرائیل او سعودي عربستان په ګډون، د بهرنیو هېوادونو استخباراتي ادارو لمسولي دي.

ظریف د دوشنبې په ورځ په تهران کې یوه امنیتي کنفرانس ته وویل چې هېڅ یو هېواد نشي کولای چې په ګاونډیانو کې د بې ثباتۍ په رامنځته کولو سره د ځان لپاره امن چاپېریال ډاډمن کړي.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د ظریف له قوله ویلي چې دا ډول هڅې یوازې معکوسې نتیجې ورکوي.

متحدو ایالتونو هغه ادعاوې چې وایي، واشنګټن د دغو اعتراضونو ترشاه لاس لري، رد کړې دي.

د راپورونو له مخې، د دغو اعتراضونو په ترڅ کې ۲۲ تنه وژل شوي او له ۱۷۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا «سي. آی. اې» مشر مایک پومپیو د یکشنبې په ورځ وویل چې د ده اداره په دغو مظاهرو کې هېڅ ډول رول نه لري، خو هغه دې ته هم اشاره وکړه چې دغه نا ارامۍ له دوی پټې نه دي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ په ایران کې معترضین ستایلي او ویلي یې دي چې واشنګټن به په یوه مناسب وخت کې د هغوی ملاتړ وکړي.

هغه د جنورۍ په درېیمه په یوه ټوېټ کې وویل چې د ایران خلکو ته چې غواړي خپل فاسد حکومت بېرته په لاس کې واخلي، احترام کوي او دوی به د دې شاهد وي چې متحده ایالات به یې په یوه مناسب وخت کې ملاتړ وکړي.

په عین حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل د یکشنبې په ورځ وویل چې اروپایي اتحادیه د ایران د بهرنیو چارو وزیرمحمد جواد ظریف ته بلنه ورکوي چې په ایران کې د دولت ضد پراخو اعتراضونو په اړه د خبرو لپاره په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

هغه د یکشنبې په ورځ په برلین کې د جرمني ZDF ټلویزیون ته وویل چې د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست له مشرۍ فیدریکا موګرېنې سره په ګډه په دې موافقه کړې چې که امکان ولري، راتلونکې اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خبرو لپاره ور وبولي.

ګابریل زیاته کړه، موږ پر دې مسئلې ډېر وختي تاکید وکړ چې د مظاهرو د ازادۍ ملاتړ کوو او دولت یې هم باید ملاتړ وکړي.

خو د هغه په وینا، هېواد یې له دې سره سره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لار نه تعقیبوي چې ژمنه یې کړې چې له ایراني معترضینو سره به مرسته وکړي چې خپل دولت بېرته په لاس کې واخلي.

زیګمار ګابریل
زیګمار ګابریل

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل چې جرمني او فرانسې د هرې هغې هڅې چې په ایران کې کورني کړکېچ ته لمن وهي، په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

تراوسه د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا غواړي د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره په دې اړه خبرې وکړي او کنه؟ خو د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر له دغو څرګندونو مخکې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د یکشنبې په ورځ وویل چې په ایران کې د دولت ضد اعتراضونو ترشاه بهرنیانو لاس درلود چې مات شو.

په هغه بیان کې چې دغه ځواک خپور کړی، ویل شوي چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک لسګونه زره بسیجیانو پولیسو او د استخباراتو د وزارت په مرسته هغه کړۍ له منځه یوړې چې متحدو ایالتونو، بحرین، اسرائیل، سعودي عربستان، سخت دریځو او سلطنتونو جوړې کړې وې.

په داسې حال کې چې دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ په ژوندۍ بڼه په ایران کې د پرله پسې پنځمې ورځې لپاره د دولت پلویو مظاهرو تصاویر خپاره کړل چې د چارواکو له خوا تنظیم شوي، خو د دولت ضد اعتراضونو په اړه کوم خبر ورنه کړل شو.

خو ازادي راډیو باوري راپورونه ترلاسه کړي چې د شنبې په ورځ هم د تهران په ګډون لږترلږه په نهو ښارونو کې د دولت ضد اعتراضونو دوام درلود.

په عین حال کې په ایران کې مېشتو د مخکښو اصلاح غوښتونکو یوې ۱۶ کسیزې ډلې د یوه بیان په خپرولو سره د حکومت هغه ادعا چې دغه اعتراضونه بهرنیو هېوادونو تنظیم کړي او لارښونه یې کوي، رد کړې ده.

دوی ویلي چې دغه ادعا چې بهرنیان په دغو اعتراضونو کې لاس لري، د ایران خلکو ته یو سپکاوی دی او هغه د دې سبب کېږي چې د معترضینو رښتینې ستونزې له پامه وغورځول شي.

د ایران پارلمان هم د یکشنبې په ورځ د تړلو دروازو ترشاه په غونډه کې چې اصلاح غوښتونکو رابللې وه، د امنیتي او استخباراتي ادارو له چارواکو څخه د د دغو ناارامیو د علتونو په اړه پوښتنې وشوې.

د پارلمان غړو د دغو نا ارامیو په ترڅ کې پر انټرنټ د کنټرول د سختولو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.

که څه هم ویل کېږي چې پرانستګرام چې د ټولنیزې شبکې یوه وسیله ده، لګول شوي محدودیتونه لېرې شوي، خو تلګرام د یکشنبې په ورځ هم بند و.

اکثره ایرانیان د خبرونو د ترلاسه کولو لپاره له تلګرام څخه کاراخلي.

XS
SM
MD
LG