د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

ګابریل: اروپایي ټولنه جواد ظریف ته په یوه غونډه کې د ګډون بلنه ورکوي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، اروپایي اتحادیه د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ته بلنه ورکوي چې په ایران کې د دولت ضد پراخو اعتراضونو په اړه د خبرو لپاره په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

زیګمار ګابریل د یکشنبې په ورځ په برلین کې د جرمني «ZDF» ټلوېزیون ته وویل چې د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست له مشرې فدریکا موګرېني سره په ګډه‌یې په دې موافقه کړې چې که امکان ولري، راتلونکې اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خبرو لپاره وروبولي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل

ګابریل زیاته کړه، موږ پر دې مسئلې ډېر وختي تأکید وکړ چې د مظاهرو د ازادۍ ملاتړ کوو او دولت‌یې هم باید ملاتړ وکړي.

خو د هغه په وینا، هېواد یې له دې سره سره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لار نه‌تعقیبوي چې ژمنه‌یې کړې چې له ایراني معترضینو سره به مرسته وکړي چې خپل دولت بېرته په لاس کې واخلي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دغه‌راز وویل چې جرمني او فرانسې د هرې هغې هڅې چې په ایران کې کورني کړکېچ ته لمن وهي، په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

تر اوسه د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه څه نه‌دي ویلي چې ایا غواړي د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره په دې اړه خبرې وکړي او کنه؟ خو د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر له دغو څرګندونو مخکې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک ویلي وو چې په ایران کې د دولت ضد اعتراضونو تر شاه بهرنیانو لاس درلود چې مات شو.

په هغه بیان کې چې دغه ځواک د یکشنبې په ورځ خپور کړی، ویل شوي چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک لسګونه زره بسیجیانو پولیسو او د استخباراتو د وزارت په مرسته هغه کړۍ له‌منځه یوړې چې متحده ایالاتو، بحرین، اسرائیل، سعودي عربستان، سخت دریځو او سلطنتونو جوړې کړې وې.

که څه هم ویل کېږي چې پر انستګرام چې د ټولنیزې شبکې یوه وسیله ده، لګول شوي محدودیتونه لیرې شوي، خو تلګرام د یکشنبې په ورځ هم بند و.

اکثره ایرانیان د خبرونو د ترلاسه کولو لپاره له تلګرامه کار اخلي.

ایراني لاریون کوونکي
ایراني لاریون کوونکي

متحده ایالاتو او اسرائیل ویلي چې د معترضینو ملاتړ کوي، خو د هغوی د لمسولو په اړه ادعاوې یې رد کړې دي.

په داسې حال کې چې دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ په ژوندۍ بڼه په ایران کې د پرله‌پسې پنځمې ورځې لپاره د دولت پلویو مظاهرو تصاویر خپاره کړل چې د چارواکو له‌خوا تنظیم شوي، خو د دولت ضد اعتراضونو په اړه‌یې کوم خبر ورنه‌کړ.

خو ازادي راډیو باوري راپورونه ترلاسه کړي چې د شنبې په ورځ هم د تهران په ګډون لږ تر لږه په نهو ښارونو کې د دولت ضد اعتراضونو دوام درلود.

په دغو اعتراضونو کې چې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې پیل شوي، تر اوسه ۲۲ تنه وژل شوي او له ۱۷۰۰ زیات کسان نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG