د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

د ایراني لاریونوالو لپاره د ټرمپ د ملاتړ غوښتنې په اړه بېلابېل غبرګونونه!


د ایران د حکومت پر ضد له اعتراض کوونکو سره د امریکا له خوا د نړیوال ملاتړ غوښتنه په ملګرو ملتونو کې له بېلابېلو عکس العملونو سره مخ شوې ده.

د ایران دولتي رسنیو د حکومت په پلوۍ د هغو لاریونونو تصویرونه خپاره کړي چې د شنبې په ورځ د ایران په څو ښارونو کې شوي.

په عین حال کې په ټولنیزو رسنیو کې په تهران او نورو ښارونو کې د حکومت پر ضد د اعتراضونو تصویرونه او ویډیوګانې هم خپرې شوې دي.

د تهران د وروستیو مظاهرو په اړه څو ساعته وروسته له هغې راپورونه ورکول کېږي چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي د امنیت د شورا په غونډه کې له نړیوالې ټولنې د ایران د حکومت ضد اعتراض کوونکو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

نوموړې وویل، د ایران په ۷۹ سیمو کې خلک راپورته شوي او ایراني وګړو د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي

نیکي هیلي وویل:

"دا د هغو زړورو خلکو چې د خپل زپوونکي حکومت له اقداماتو په تنګ راغلي، یوه ځواکمنه مظاهره ده چې د دې اعتراضونو په کولو خپل ژوند له خطر سره مخ کوي."

نیکي هیلي ایراني چارواکو ته خبرداری ورکړ چې نړۍ یې کړنې څاري.

خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبینځیا ویلي چې د امریکا متحده ایالات د ملګرو ملتونو د یوه غړي هېواد په کورنیو چارو کې د مداخلې لپاره د بهانې په لټولو د امنیت د شورا له دریځه ناوړه استفاده کوي.

نوموړي همدارنګه سپینه ماڼۍ تورنه کړه چې له ایران سره د اټمي توافق د له منځه وړلو لپاره له دې مظاهرو څخه د پلمې په توګه کار اخیستل غواړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي غلام علي خوشرو هم د امریکا پر متحده ایالاتو تور پوری کړی چې پر یوې داسې موضوع چې دده په وینا، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا پورې اړه نه لري، ددې شورا د غونډې په رابللو له خپل واک څخه ناسمه ګټه اخلي.

ښاغلي خوشرو زیاته کړه:

"له بده مرغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځینو غړو د مقاومت سربېره، دې شورا اجازه ورکړې چې د امریکا د اوسنۍ ادارې له خوا ترې د یوې داسې مسئلې په اړه ناوړه استفاده وشي چې د امنیت شورا له ماموریته بهر ده."

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین، سویډن، بولیویا او ځینو نورو هېوادونو استازو هم په دې اړه ملاحظات څرګند کړي چې ایا دا شورا د ایران د مظاهرو په اړه د بحث لپاره مناسب ځای دی که نه.

په امینت شورا کې د امریکا ځینو اروپايي متحدانو هم په دې شورا کې د ایران د تظاهراتو د بحث د راپورته کولو د توجیه په اړه ملاحظات څرګند کړي دي.

د فرانسې استازي ویلي، که څه هم د ایران وروستۍ مظاهرې د اندېښنې وړ دي، خو دا دمګړۍ نړیوال امنیت ته ګواښ نه دی.

خو برېتانیا بیا د امریکا د دریځ ملاتړ کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه ټوېټ کې ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا هغه بربنډه هڅه شنډه کړه چې غوښتل یې ددې شورا له ماموریته ناسمه استفاده وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن منلې چې د ایراني اعتراضونو په اړه نړیوال په ځانګړې توګه، د امریکا د لوېدیځو متحدانو عکس العمل ناهیلی کړی دی.

نوموړي د جمعې په ورځ اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته په یوه مرکه کې وویل:

"موږ له دې کبله یو څه مایوسه شوي یوو چې اروپايي ټولنې په ایران کې د هغو غږونو د ملاتړ لپاره چې د اصلاحاتو غوښتنه کوي، پیاوړی دریځ خپل نه کړ."

XS
SM
MD
LG