د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر: امریکا د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي


په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر غلام علي خوشرو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستي ټویټ ته په اشارې امریکا تورنه کړې چې د ایران په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي.

غلام علي خوشرو پرون ناوخته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک استولی او امریکا یې تورنه کړې چې د ده په خبره په مضحکانه توګه د مظاهره‌چیانو د ملاتړ په نوم د ایران په کورنیو چارو کې مداخله کوي، نړیوال قوانین او د ملګرو ملتونو طرزالعلونه‌یې تر پښو لاندې کړي دي.

غلام علی خوشرو
غلام علی خوشرو

د ایران سفیر ښاغلي خوشرو په هېوادونو غږ کړی چې د واشنګټن دریځ وغندي.

د امریکا ولسمشر د ایران مظاهره‌چیانو ته په ټویټر لیکلي چې امریکا به په یوه مناسب وخت کې له تاسو کلک ملاتړ وکړي.

په ایران کې له تېرې پنجشنبې مظاهرې پیل شوي او په‌کې د رژیم او مذهبي مشر پر ضد شعار ورکول کېږي.

تر اوسه پورې له پولیسو سره په اخ او ډب کې ۲۲ تنه وژل شوي او همدا مسئله د دې لامل شوه چې امریکا د ایران د دغه کړکېچ په باب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې بېړنۍ غونډې د وربللو غوښتنه کړې ده.

ولسمشر ډونالد ټرمپ ته نږدې سرچینو ویلي په ایران باندې به د دې لپاره چې مظاهره‌چیان‌یې ځپلي او د بشر حقونه‌یې نه‌دي مراعات کړي، بندیزونه ولګوي.

د ایران مظاهرې.
د ایران مظاهرې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي ویلي چې موږ غواړو مرسته وکړو چې د ایرانیانو غږ تقویه شي.

XS
SM
MD
LG