د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

ویل کېږي چې نن جمعه د ايران په ۴۰ ښارونو کې د رژیم ملاتړي لاریونونه وشي


ټاکل شوې چې نن بیا هم د ايران د حکومت په ملاتړ لاريونونه وشي.

د ايران د رژيم پر ضد لاريونونه له څو ورځو راهيسې دوام لري او ويل کېږي چې د ايران رژيم اعتراض کوونکي سخت ځپلي دي.

پر دې سربېره، د ايران په بېلابېلو برخو کې لاریونونه دوام لري او په ځينو ځايو کې لاريون کوونکو دا شعار ورکاوه چې « سوریه پرېږدئ، مرګ د لبنان پر حزب الله او مرګ پر دکتاتور».

په همدې حال کې د حکومت زرګونه ملاتړي پراخو لاریونو ته چمتووالی نيسي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د جمعې تر لمانځه وروسته به د ايران په ۴۰ ښارونو کې لاريونونه وشي.

تر اوسه په حکومت ضد لاريونو کې ۲۲ کسان وژل شوي دي.

امریکا د ملګرو ملتونو امنيت شورا څخه د فوق العاده غونډې غوښتنه کړې چې ټاکل شوې دا غونډه د افغانستان پر وخت ماسختن وشي.

واشنګټن د ايران د رژيم پر وړاندې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جدي چلند هيله لري او د امریکايي چارواکو په وينا، د بیان ازادي او همداراز د خلکو لاریون که د اعتراض په نوم وي، که د لاريون په نوم وي، د ايران حکومت ډېر محدود کړي، ان ځپلي یې دي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ۱۵ غړي لري، د نن شپې په غونډه کې د نهو غړو رأيو ته اړتيا ده چې وټاکي له ايران سره بايد څه ډول چلند وشي.

خو تر دې مخکې د ايران نسبتاً اصلاح غوښتونکي ولسمشر حسن روحاني ويلي وو چې په هېواد کې يې اعتراضونه تر دې چې رژيم کمزوری کړي، د حکومت خلاوې ډکوي، خو د ايران د ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي په ګډون، محافظه کارانو ويلي چې لاريون کوونکي بلوا کوي، دوی غواړي دغو اعتراضونو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

په همدې حال کې امريکا د ايران پر پنځو شرکتونو بنديز لګولی چې د ايران په راکټي پروګرام کې دخيل وو.

د امریکا د ماليې وزیر سټيفن منوچين ويلي چې دا بنديزونه په ايران کې له راکټي پروګرام سره تړلي، مهم شرکتونه په نخښه کوي.

خو په ټوله کې په ايران کې د رژيم پر ضد لاریونونو څخه د امریکا ملاتړ دوام لري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ټوېټر په خپلو وروستیو پيغامونو کې د دغو اعتراضونو ملاتړ کړی او ويلي يې دي چې ايران دې د رژيم پر خلاف د لاريون کوونکو درناوی وکړي.

په ایران کې د خوړو د توکو د بيو زياتېدو پر وړاندي اعتراضونه پيل شول، خو وروسته سياسي شول او اوس د رژيم مخالفين او ملاتړي په دوو ډلو وېشل شوي دي.

XS
SM
MD
LG