د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

په ایران کې د حکومت پر ضد اعتراضونه دوهمې اوونۍ ته داخل شول


په ایران کې د حکومت پر ضد اعتراضونه په داسې حال کې دوهمې اوونۍ ته وغځېدل چې د ایران او امریکا ترمنځ لفظي ناندرې دوام لري.

د ایران حکومت د مظاهرو په اړه د معلوماتو د نه خپرېدو په خاطر د ټولنیزو رسنیو ویبپاڼې بندې کړي او له همدې کبله پرون پنجشنبه او تېره شپه د ورتېرو ۶ ورځو په پرتله د اعتراضونو په اړه لږ راپورونه خپاره شول.

څرګنده نه ده چې ایا ولسي پاڅون پراخ شوی او که ورو شوی دی.

دا اعتراضونه چې د راپورونو پر اساس لږترلږه ۲۲ تنه پکې وژل شوي او تر ۱۰۰۰ ډېر نور نیول شوي، په نېږدې یوه لسیزه کې د ایران مشرتابه ته تر ټولو سخت چلنج ګڼل کېږي.

د ازادې اروپا د ازادي راډیو ته د ایران له تهران، کازیرون، ملایر، نوشهر او یو شمېر نورو ښارونو څخه د حکومت ضد مظاهرو او اعتراضونو ویدوګانې راستول شوي، خو د هغو د نېټې او کره توب په اړه څه نه شي ویلای.

دا اعتراضونه چې د جنسونو د بیو د لوړوالي خلاف پیل شول، ډېر ژر د ایران د حکومت پر ضد پر پاڅون بدل شول.

په یو شمېر ښارونو کې مظاهره چیانو د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي پر ضد شعارونه ورکړل.

د سولې د نوبل د جایزې ګټونکې شیرین عبادي چې ایرانۍ ده، له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې مظاهرو ته دوام ورکړي.

شیرین عبادي
شیرین عبادي

مېرمن عبادي د پنجشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل:

"که حکومت په تېرو ۳۸ کلونو کې ستاسو غوښتنې نه وي اورېدلي، ستاسو وار دی چې اوس هر څه چې حکومت درته وايي، رد یې کړئ."

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالتونه وايي، غواړي د هغو کسانو او ټولنو په اړه د تعقیب وړ معلومات ټول کړي چې د ایران د اعتراض کوونکو په ځپلو کې لاس لري، څو پر هغوی بندیزونه ولګوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په یوه ټوېټ کې لیکلي چې امریکا د ایران د خلکو تر څنګ ولاړه ده او مرستیال ولسمشر یې ویلي، د ایران او امریکا خلک د یو بل طبیعي متحدان دي.

د ملګروملتو د بشري حقونو کمیشنر له ایران څخه وغوښتل چې د نور تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره خپل امنیتي ځواکونه کنټرول کړي او د اعتراض کوونکو د بیان د ازادۍ او غونډو حق ته درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG