د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۱ سلواغه ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۲

فراه چارواکي: بالابلوک کې د برمته کسانو د خوشې کولو هڅې پيل شوي


د فراه ولايتي چارواکي وايي، په بالابلوک ولسوالۍ کې د اتو برمته شويو کسانو د خوشې کولو لپاره يې جدي هڅې پيل کړي دي.

د بالابلوک ولسوال ملا سيد محمد ازادي راډيو ته وويل، دا کسان ملکيان دي.

د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې په دې برخه کې دوى له قومي مشرانو څخه هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده:

"له قومي مشرانو او د بالابلوک له ولسوال سره خبرې شوي چې وکړاى شو د همدغو قومي مشرانو په منځګړيتوب د تښتول شوېو کسانو ځاى تثبيت او خوشې يې کړو."

د ازادي راډيو د خبريال په حواله، څو ورځې مخکې هم د بالابلوک او د فراه د مرکز ترمنځ لار کې وسله‎والو څو کسان تښتولي او بيا وژلي وو.

د بالابلوک ولسوال د دې لارې د خونديتوب لپاره د لويې لارې په اوږدو کې د امنيتي پوستو د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG