د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۱ سلواغه ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۲

د کورنیو چارو وزارت: د کابل د تېر ماښام د برید د قربانیانو شمېر لوړ شوی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د تېر ماښام د برید د قربانیانو شمېر لوړ شوی دی.

امنیتي چارواکي وايي، د کابل ښار د مکروریانو د بنايي په سېمه کې د تېرې شپې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په دغه سېمه کې د الکولو او مخدره توکو د یو شمېر پلورنځیو د تړلو هڅه وکړه.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د جمعې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۱۵ مه» خبري کنفرانس ته وویل، د دغه ځانوژونکي برید له امله ۱۳ پولیس وژل شوي ۱۶ ټپیان او دوه ملکي وګړي هم په ټپیانو کې شامل دي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

ښاغلي رحیمي وویل:

"کومه انتحاري حمله چې تېره شپه وشوه، په هغې کې زموږ ۱۳ پولیس وژل شوي او ۱۶ پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان شوې دي."

د کابل امنیه قوماندان سالم احساس بیا په دغه خبري غونډه کې وویل، د کابل پولیسو د اعتراض سیمې ته غځېدلې درې لارې تړلې وې او ځانمرګی بریدګر د اعتراض کوونکو له لورې سیمې ته ننوتلی او د بلوا ضد پولیس یې چې بې وسلې وو، په نښه کړي دي.

د داعش وسله والې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په دې برید کې د ۸۰ په شااوخوا کې پولیسو یې ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نېږدې یوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې پر یوه کولتوري او رسنیز مرکز ځانمرګی برید وشو چې له امله یې تر ۵۰ ډېر کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د ځینیو راپورنو له مخې، تر دې مخکې په ۲۰۱۷ میلادي کال په کابل کې تر ۲۰ زیات خونړي بریدونه شوي چې تر ۵۰۰ زیات کسان په کې وژل شوي او سلګونه نور په کې ټپیان شوي چې د وروستیو ډېرو حملو مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم د داعش ډلې د فعالیتونو له پراختیا اندېښنه څرګندوي.

د دغې جرګې د کورني امنيت کمېسيون منشي محمد نواب منګل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زما په اند، که چېرې په افغانستان کې د داعش د پرمختګ مخه ونه نېول شي، راتلونکي کې به د دې ډلې د کنټرول کولو امکانات نه وي، نو هېله دا ده چې دا ډله وځپل شي."

په کابل کې د تېرې شپې ځان وژوونکې حمله د افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او پخواني ولسمشر حامد کرزي له لورې په سختو ټکو غندل شوې او ولسمشر محمد اشرف غني د پېښې په اړه د څېړنو امر کړی دی.

راپږر: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG