افغانستان
رحیمي: په کابل کې چاودنې ۳ پولیس ټپیان کړل
د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د پغمان ولسوالۍ د باغ داوود په سیمه کې یوې چاودنې درې پولیس ټپیان کړي دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، نن شااوخوا ۱۰ بجې دا پولیس د هغه ماین په چاودنه کې ټپیان شول چې د دوی پر رنجر موټر پورې نښلول شوی و.
تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نهدی اخیستی.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې انتحاري حمله وشوه چې له ۵۰ زیات کسان پهکې ووژل شول او تر ۹۰ زیات ټپيان شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان او قرغزستان تر منځ د «سوداګرۍ شورا» رامنځته شوه
د افغانستان او قرغزستان تر منځ د «سوداګرۍ شورا» د رامنځته کولو هوکړه لاسلیک شوه.
په قرغزستان کې افغان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی په یوه بیان کې لیکلي دا هوکړه د یکشنبې په ورځ د افغانستان او قرغزستان د اقتصادي همکاریو د نړیوال فورم د ناستې پر مهال وشوه.
د دې هوکړې هدف د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر منځ د مستقیمو اړیکو پياوړتیا، ګډ نوښتونه او نورې ګډې همکارۍ بلل شوي.
افغان او قرغز سوداګرو په دې غونډه کې د تجارتي او اقتصادي همکاریو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
که څه هم له روسیې پرته د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د منځنۍ اسیا ګڼو هېوادونو له افغانستان سره سوداګريزې اړیکې پراخې کړي.
د طالبانو حکومت ویلي چې ۲۰۲۵ کال کې له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ کچه دوه میلیارد او ۷ سوه میلیون ډالرو ته رسېده او دوی هڅه کوي چې تر ۴ نورو کلونو دا کچه ۱۰ میلیاردو ډالرو ته ورسوي.
اوچا: ۲۰۲۵ کال کې وچکالي په افغانستان کې ۳،۴ ملیونه وګړي اغیزمن کړي دي
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې وچکالۍ په دولسو ولایتونو کې ۳،۴ ملیونه وګړي اغیزمن کړي او د ځمکې لاندې اوبو کچه ترټولو ټیټې یعنې دیرش سلنې ته راکښته شوې چې د خلکو پرمعیشت یې سخت اغیزکړی دی.
اوچا د یکشنبې په ورځ د چنګاښ په اومه پرخپله ایسکپاڼه کې لیکلي چې د دې کال بارانونو یو څه ښه والی راوستی، خو یو ښه فصل د پنځو کلونو وچکالۍ نه شي جبرانولای. د اوچا په خبره په ټول افغانستان کې ټولنې لا هم د اوبو د سرچینو له کمښت، د اقلیمي فشارونو له زیاتوالي او د راتلونکي فصل له ناڅرګندتیا سره مخ دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما تیره میاشت پرافغانستان د اقلیم د بدلون اغیزو ته په اشاره ویلي و چې د اوبو کمی او وچکالي د دې هیواد په وړاندې ترټولو لوی ګواښ دی. د یوناما په خبره د افغانستان د نفوس نیمايي برخه د وچکالي او د اوبو د کموالي تر اغیزلاندې دي او دوامداره وچکالي به پرکرنې چې په کلیوالي سیمو کې د ژوند د ملا تیر ګڼل کیږي، سخت اغیز وکړي.
د هندوکش په غرو نو کې زلزلې پاکستان کې زیانونه پیښ کړي دي
د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د شنبې د ورځې زلزلې د پاکستان په بلوچستان کې ایالت کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.
دغې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې او مرکز یې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، تر اوسه د مرګ ژوبلې یا مالي زیان رسمي راپور نه دی ترلاسه شوی، خو ارزونې روانې دي.
د رویترز د راپورله مخې د پاکستان د بلوجستان ایالت په موسي خیل ولسوالۍ کې د دې زلزلې له امله تر ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۱۲۵ کورونه زیانمن شوي دي.
په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هندوکش په غرونو کې ډیرې زلزلې کیږي.
په اپرېل میاشت کې په بدخشان ولایت د ریښترپه کچه د ۵،۸ درجې درجې زلزلې له امله ۱۲ کسان مړه شول. د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د هېواد په ختیځ کې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې له امله له ۲۲۰۰ زیات کسان مړه او په سلګونو کورونه ویجاړشول او ترهغې څو اوونۍ وروسته، د ۶،۳ درجې بلې زلزلې د افغانستان په شمال کې کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې
د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د پناه غوښتونکو لپاره نوې قانوني او خوندې لارې اعلان کړې.
د دغه وزارت په خبره، "پوهنتونونه، ټولنیز ډلې او سوداګریز شرکتونه کولی شي هغه کډوال مالي ملاتړ کړې چې بریټانیا ته راتلو غوښتنه کوي".
د سپانسر له لارې بریټانیا ته تګ هغه تګلاره ده چې له دې وړاندې کاناډا د پناه غوښتوونکو لپاره کارولې ده.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود وايي، "نوی سیستم به اصلي او رښتني کډوال وساتي".
محمود د همدې روان کال په پیل کې د ډنمارک له تجربې په استفادې د پناه غوښتنې په سیستم کې لوی بدلونونه راوستل چې له مخې يې د کډوالۍ د اسنادو د ترلاسه کیدو موده دوه برابره شوه.
د کورنیو چارو وزارت په خبره، دغه نوی لارې به راتلونکی کال پرانستل شي.
له دې وړاندې بریټانیا افغان کډوالو ته د هر ډول ویزې ورکړه بنده کړې وه.
لا معلومه نه ده چې افغان کډوال د دغه نوي سیتسم له لارې بریټانیا ته راتلی شي او کنه.
د تمدن ټلویزیون چارواکي ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي نیولي
په کابل کې د تمدن ټلویزیون ادعا لري چې طالبانو يې دوه کارکوونکي محمد رحمتي او رضا احساني نیولي.
دغه ټلویزیون د شنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې،" دغه دوه کسان د طالبانو د عدلیه وزارت په امر شپږ ورځې وړاندې نیول شوي".
تراوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه ویلي نه دي.
تمدن ټلویزیون له دې وړاندې اعلان کړی و چې طالب چارواکو يې پر دفتر برید کړی او د دغه ټلویزیون نشرات يې بند کړې دي.
د دې ټلویزیون مشر جواد محسني مخکې ویلي و چې د تمدن ټلویزیون قضیه په دولتي ځمکو کې په ودانیو پورې اړه لري او په ځانګړې محکمه کې تر څیړنې لاندې ده.
د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه
د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې څخه ماتې وخوړه.
دغه لوبه چې د شنبې په ورځ په فینرز لوبغالی کې ترسره شوه، افغان لوبډله ونه توانیده ورکړل شوی هدف پوره کړې.
د بریټانیا د وسله والو ځواکونو ښځینه کرکټ لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۴۹ منډې وکړې.
خو افغان ښځینه لوبډلې په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۷ منډې وکړې چې له ورکړل شوي هدف لیرې وې.
د افغان ښځینه کرکټ بل لوبه د کمبریج پوهنتون د لوبډلې په وړاندې ده.
دغه لوبې په بریټانیا کې د افغان ښځینه لوبډلې د روزنیز سفر یوه برخه ده.
طبیعي پېښو په تیرو دوو ورځو کې پنځه کسان مړه کړي
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي،" د طبیعي پېښو له کبله په څو ولایتونو پنځه کسان مړه شوي".
د دغه ادارې ویاند یوسف حماد د شنبې په ورځ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي،" په تیرو دوو ورځو کې په کابل، کندهار، زابل، سمنګان، تخار، ننګرهار، لغمان او کونړ کې د سیلابونو، توپان او د شدیدو بارانونو له کبله خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی دی".
د هغه په ټکو، دغه وروښتونو په زرهاوو جریبه کرنیز ځمکه هم ویجاړې کړې ده.
د روان کال له پیل راهیسې وروښتونو او سیلابونو افغانان سخت زیانمن کړې دي.
یوې شدیدې زلزلې افغانستان او شاوخوا هیوادونه ولړزول
یوې نسبتاً شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.
د دې زلزلې مرکز د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و.
د دې زلزلې ټکانونه په چین، تاجکستان، ازبکستان قرغیزستان او ترکمنستان کې هم احساس شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ دي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې دا مهال ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو د ناامنۍ له بحراني یا بېړنۍ کچې سره مخامخ دي، او که د پاکستان لارې تړلې پاتې شي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به دا شمېر ۲.۳ میلیونه نور هم زیات شي.
دغه پروګرام پرون (جمعه) په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان له لوري د لارو تر تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ پر اصلي لارې بدل شوی او اوس شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري د ایران له لارې ترسره کېږي.
د خوړو نړیوال وایي، د بدیلو لارو د اوږدوالي او لوړ لګښت له امله په افغانستان کې د خوراکي توکو، سونګ او کرنیزو توکو بیې لوړې شوې دي.
د ملګروملتو دې ادارې همداراز خبرداری ورکړی چې د بودجې د سخت کمښت له امله به سږ کال د شدیدې خوارځواکۍ له ۳.۷ میلیونه ماشومانو څخه یوازې د درېیمې برخې درملنه وکړای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د اعتیاد د درملنې ملاتړ ته دوام ورکوو
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په افغانستان کې به د نشهیي توکو د روږدو کسانو د مخنیوي، درملنې او بیارغونې د پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ له مخدرو موادو سره د مبارزې په نړیواله ورځ په یوه بیان کې وویل، دا مهال په ۱۰ ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې د ۱۱ مرکزونو او ۱۱ ګرځنده روغتیايي ټیمونو ملاتړ کوي. د سازمان په وینا، دغه مرکزونه د اعتیاد درملنه، د رواني روغتیا خدمتونه او د بیارغونې پاملرنه وړاندې کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې په کابل، کندهار او هلمند کې هم د درملنې مرکزونه او ګرځنده طبي ټیمونه فعال دي او د روغتیايي کارکوونکو د روزنې له لارې د درملنې پروګرامونه هم پیاوړي کوي.