د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۰۳

د امریکا پوځ له جنوبي کوریا سره د پوځي مانورې ځنډول تأیید کړي


د امریکا پوځ هغه راپورونه تأیید کړل چې په سیول کې خپاره شول او پر اساس یې ویل شوي چې له جنوبي کوریا سره یې پوځي مانوره ځنډولې ده.

ټاکل شوې وه چې د امریکا پوځ د جنوبي کوریا له پوځ سره راتلونکې میاشت له ژمني المپیک وروسته، پوځي تمرینونه وکړي.

د پنتاګون ویاند ډګروال راب منینګ پرون پنجشنبه وویل:

"دفاع وزارت د ولسمشر د پرېکړې ملاتړ کوي او دا د دوو هېوادونو «امریکا او جنوبي کوریا» په ګټه ده."

تر دې وړاندې پرون د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ژمني المپیک تر پای ته رسېدو پورې د پوځي مانورې له ځنډېدو سره موافقه کړې ده.

XS
SM
MD
LG