د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

مک‌مسټر: ولسمشر ټرمپ د پاکستان له چلند نه ستړی شوی


د امریکا د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر سلاکار «اچ. ار» مک‌مسټر وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاکستان له کړو وړ بې‌حوصلې شوی او اسلام‌اباد ته وروستي پيغامونه‌يې نور وضاحت نه‌غواړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ پر ټویټر ولیکل چې پاکستان له ترورېزم سره د مبارزې په نوم میلیونونه ډالر له امریکا ترلاسه کړي او د امریکا خولې ته‌یې خاورې وراچولي، امریکایانو ته‌یې دروغ ویلي او فریب‌یې ورکړی دی.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ سلاکار «اچ. ار» مک‌مسټر پرون له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل:

"ولسمشر د پاکستان له چلنده ستړی شوی دی، پاکستان ترورېستي ډلو ته ځای ورکړی، په انتخابي ډول، په یو شمېر ترورېستانو پسې ګرځي او له یو شمېر نورو د خپل بهرني سیاست د مټ په څېر کار اخلي."

مک‌مسټر زیاته کړه چې امریکا له پاکستان سره د "تا ویل-ما ویل" لوبه نه‌کوي، بلکې غواړي په ډېر وضاحت پاکستان وپوهوي چې نور د داسې تضاد د زغملو حوصله نه‌لري.

د ملي امنیت په چارو کې د امریکا د ولسمشر سلاکار امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان له خلکو سره خواخوږي احساسوي، په ځانګړي ډول دې ته په کتلو چې هغوی د ترورېستي ډلو د فعالیت له امله څومره ځورېدلي او د ترورېزم قرباني شوي دي.

د مک‌مسټر په وینا، ولسمشر ټرمپ له هغو پاکستانیانو سره خواخوږي لري چې غواړي د پاکستان حکومت، له انتخاب پرته ترورېستي ډلې ونیسي.

مک‌مسټر
مک‌مسټر

مک‌مسټر زیاتوي:

"دا لکه څرنګه چې ځیني خلک ښايي فکر وکړي، د ملامتۍ اچولو لوبه نه‌ده، بلکې حقیقتاً موږ هڅه کوو چې په وضاحت پاکستان وپوهوو چې زموږ اړیکې نور د داسې تضاد زور نه‌شي زغملی، دا چې موږ باید د افغانستان د ثبات لپاره ګډ کار وکړو، داسې چې پاکستان ته هم زیاته ګټه ورسوي. یوه ډېره ځورونکې مسئله دا ده چې پاکستان د خپل ولس د ګټو پر ضد کار کوي ځکه په ترورېستانو کې انتخاب کوي، د طالبانو او د حقاني شبکې رهبرانو ته‌یې ځای ورکړی چې له هغه ځایه فعالیت وکړي او هغوی د افغانستان او پاکستان په ځيني برخو کې د خلکو لپاره دوزخ جوړ کړی."

د امریکا د ولسمشر سلاکار اچ. ار مک‌مسټر امریکا غږ ته وویل چې د چین په ګډون، د سیمې هېڅ هېواد نه‌غواړي چې پاکستان د ترورېستانو ډلو ته ځای ورکړي او د هغوی پر ضد انتخابي چلند وکړي.

د مک‌مسټر په وینا، امریکا فکر نه‌کوي چې پاکستان به غواړي چې په سیمه کې په منفور او طرد شوي هېواد بدل شي.

مک‌مسټر وویل:

"موږ باور لرو چې پاکستان نه‌غواړي چې یو منفور دولت وي. پاکستان زیات ظرفیت لري، بشري پانګه او اقتصادي قوت لري. موږ غواړو چې پاکستان د خپلو ګټو پر اساس کار وکړي او د ترورېستانو د ډلو په وړاندې له انتخابي چلنده لاس واخلي او د هغوی رهبرانو ته د پناه ځایونو په څېر له نور امتیاز له ورکولو ډډه وکړي."

پاکستان ځان په سیمه کې اټمي قدرت ګڼي.

«اچ. ار» مک‌مسټر د امریکا غږ د خبریالې دې پوښتنې ته چې که د پاکستان حکومت د شمالي کوریا په څېر د نړیوالو تړونونو په وړاندې له مسئولیتونو د ځان خلاصولو لپاره پر خپل اټمي پروګرام اتکا وکړي، په ځواب کې وویل:

"دا به د پاکستان رهبرانو ته معقول کار نه‌وي."

«اچ. ار» مک‌مسټر زیاته کړه:

"ایا پاکستان غواړي چې په شمالي کوریا بدل شي؟ زما په فکر پاکستان کولائ شي چې د ښه امنیت او ثبات پر لور د تګ لار غوره کړي یا د شمالي کوریا د مثال ټینګولو پر لار ولاړ شي."

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وویل، د متحده ایالاتو ولسمشر د خپل بهرني سیاست په ارتباط مهمې او واقعبینانه پرېکړې کړي چې په اګسټ میاشت کې د افغانستان او پاکستان په ګډون د "اندو-پاسیفیک" سیمې د پالېسۍ اعلان‌یې یوه بېلګه ده.

مک‌مسټر: ولسمشر ټرمپ د پاکستان له چلند نه ستړی شوی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00

XS
SM
MD
LG