د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

ايران کې د مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ شخړې شوي دي


په ايران کې پرون شنبې «۱۳۹۶کال مرغومې۰۹»​د حکومت-ضد اعتراضونو په درېيمه ورځ د مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ شخړې شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې د خپرې شوې ويډيو په حواله چې لا يې ازادي راډيو کره والى نه دى تأييد کړى، په دورود ښارګي کې پوليسو لږ تر لږه پر دوو کسانو ډزې کړي دي.

دا تاوتريخوالى په داسې حال کې وشو چې پرون شنبې «۱۳۹۶کال مرغومې۰۹» د حکومت له خوا هم ځينې تنظيم شوي لاريونونه وشول.

په ايران کې د حکومت پر ضد له اعتراضونو وروسته د ايران څو ښارونه د شنبې په ورځ «۱۳۹۶کال مرغومې۰۹» د حکومت په پلوي د لاريونونو شاهد وو.

د دغو لاريونونو اصلي هدف په ايران کې د ٢٠٠٩ میلادي کال د ناکراريو د پاى ته رسېدو ياد تازه کول وو.

هغه ناکرارۍ د جمهوري رياست تر جنجالي انتخاباتو وروسته پيل شوې وې.

د ايران دولتي ټلوېزېون په دوهم لوى ښار مشهد او پلازمېنه تهران کې د مظاهره چیانو تصويرونه خپاره کړل چې د ايران د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي په ملاتړ شعارپاڼې يې لېږدولې او شعارونه يې ورکول.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال مرغومې۰۷»په سلګونو کسان د ايران په څو ښارونو کې لارو-کوڅو ته ووتل او د بيو د لوړېدو له کبله يې مظاهرې وکړې، دوى د حکومت پرضد شعارونه هم ورکول.

په ټولنيزو رسنيو کې د خپرو شويو تصاويرو او ويډيوګانو له مخې د شنبې په ورځ «۱۳۹۶کال مرغومې۰۹» محصلانو هم مظاهره وکړه او د تهران پوهنتون په وړاندې يې د حکومت پرضد شعارونه ورکول. پر پوليسو يې د ډبرو ګوزارونه هم کول.

د ايران په څو ښارونو له دې ډلې پلازمېنه تهران کې د ډله ييزو اعتراضونو له ادامې سره جوخت، د ايران د کورنيو چارو وزير له خلکو غوښتنه وکړه چې په "غير قانوني راټولېدنو کې ګډون ونه کړي."

عبدالرضا رحماني فضلي ويلي، که خلک په کومه سيمه کې د راغونډېدو پلان لري، اول دې له دغه وزارت سره موضوع شريکه کړي او اجازه دې واخلي.

خو ويل کېږي، د ايران د کورنيو چارو وزارت په تېرو کلونو کې په ډېرو لږو مواردو کې لاريونونو او د خلکو راغونډېدو ته اجازه ورکړې ده.

تازه راپورونه وايي چې پوليسو د مظاهره چيانو په وړاندې اوښکې بهوونکي ګاز هم کارولي دي.

په ايران کې د حکومت-ضد اعتراضونو په تړاو د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ «۱۳۹۶کال مرغومې۰۸»د ايران له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د خلکو حقونو له دې جملې د بيان د ازادۍ حق ته درناوى وکړي.

ټرمپ په ټويټر کې ليکلي چې د ايراني اتباعو د سوله ييزو مظاهرو ډېر راپورونه خپاره شوي چې د رژيم له اداري فساد او له ايرانه بهر د ټرورېزم د مالي ملاتړ لپاره د ملي پانګې له ضايع کېدو پوزې ته راغلي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د ټرمپ دغه څرګندونې وغندلې.

دا په داسې حال کې ده چې د ايران د احصايې ادارې د ارقامو پر اساس، په روان مالي کال کې د بې کارۍ اندازه ١٢ اعشاريه ٤ فيصدو ته رسېدلې چې د تېر کال په نسبت څه باندې ١ اعشاريه ٤ فيصده زياتوالى ښيي.

د دې ادارې په حواله، په ايران کې چې ٨٠ میليونه وګړي په کې ژوند کوي، ٣ میليونه او دوه لکه کسان بې کاره دي.

XS
SM
MD
LG