د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

په راتلونکو ۲ میاشتو کې به په افغانستان کې د ګازو د نل لیکې غځولو کار پیل شي


د ټاپي پروژې پلي کوونکي هیله څرګندوي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په وروستیو کې به د دې پروژې د پلي کولو چارې بشپړې شي چې په پایله کې به‌یې د ګازو د لېږد بهیر په عملي ډول پیل شي.

د دغې پروژې اجرائیه رئیس محمد میرات امانوف چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل ټاکل شوې په راتلونکو دوو میاشتو کې د ګازو د نل لیکې د غځولو کار په افغانستان کې پیل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې پروژې کار په ترکمنستان کې بشپړ شوی او د ګازو نل لیکه د افغانستان تر هرات ولایت پورې رارسېدلې ده.

د ټاپي پروژې اجرائیه رئیس محمد میرات امانوف.
د ټاپي پروژې اجرائیه رئیس محمد میرات امانوف.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د پروژې د کوربه هېوادونو ښه ملاتړ او ښه مشورتي ټیم لرو، دا ټول په دې معنی چې موږ اوس په داسې ډول روان یو چې د ۲۰۱۸ کال په پیل کې ساختماني چارې پیل کړو او په ۲۰۱۹ کال کې د ګازو د لېږد بهیر کړو> ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۸ په پیل کې په هرات ولایت کې د دې پروژې کار پیل کړو."

ټاپي یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګډه پروژه چې له مخې یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدول کېږي، خو دا یوازې د ګازو د لېږد نه، بلکې د برېښنا او په ټوله کې د انرژۍ د لېږد پروژه هم ده.

خو د دغې پروژې په اړه د پرمختګونو خبره داسې مهال کېږي چې د ۲۰۰۷ مېلادي کال راهیسې د امنیت سربېره د ځینو نورو ستونزو له کبله وخت نا وخت ځنډېدلي.

ښاغلی امانوف وايي، دا وخت د ټاپي پروژې په اړه ډېرې ستونزې نه‌ویني او په افغانستان کې هم د کار د چټکتوب په اړه ډاډمن دی.

د ګازو د لېږد دا پروژه پوره دوه کاله وړاندې د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د افغان ولسمشر په ګډون د ترکمنستان، پاکستان او هندي مشرانو له‌خوا پرانیستل شوه.

د ټاپي پروژې د پرانیستلو مراسم.
د ټاپي پروژې د پرانیستلو مراسم.

که څه هم امنیت د دغې پروژې پر وړاندی یوه ننګونه یادېږي، خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، افغان حکومت په دې اړه لازم تدابیر نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ټاپي پروژه د افغانستان یوه ستره اقتصادي پروژه ده. موږ هېڅ ستونزه نه‌لرو چې د دې پروژې امنیت وساتو. موږ په دې هکله ټول تدابیر نیولي دي او کارونه مو کړي، دعا کوو چې د دې په شان نورې پروژې هم دلته پیل شي."

ټاکل شوې چې دا پروژه په افغانستان کې شااوخوا ۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره او تر څنګ‌يې دغه هېواد په کلني ډول ۵۰۰ میلیونه ډالر د ټرانزیت حق تر لاسه کړي.

د ټاپي پروژې د بورډ یو افغان غړی اجمل احمدي وايي، دا د افغانستان لپاره یوه مهمه اقتصادي پروژه ده او د عملي کېدو په صورت کې يې هېواد ته ډېرې نورې اقتصادي پروژې برابرولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG