د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

د روسیې، چین او هند پر جوړېدونکې غونډې د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره په نوي ډیلي کې د روسیې، چین او هند جوړېدونکې درې اړخېزې غونډې او منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د انرژۍ د مهمو پروژو د پلي کولو پر اهمیت پراخ بحثونه کړي دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په هند کې د جوړېدونکې ۱۵مې درې اړخېزې غونډې په اړه لیکلي دي چې دا د روسیې، چین او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه د افغانستان په حالاتو هم خبرې کېږي.

ورځپاڼې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په حواله لیکلي دي چې د غونډې اساسي هدف د افغانستان په حالاتو خبرې کول دي.

ورځپاڼه لیکي:

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د نشه یې توکو کرکیله او قاچاق او همدا راز روان سیاسي او پوځي حالات په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا د هند د غونډې په اړه لیکلي دي چې د روسیې، چین او هند ترمنځ د بهرنیو چارو وزیرانو په سطحه دا پنځلسمه درې اړخېزه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې روسیه د افغانستان د ستونزې د حل د جګړې پر ځای د مذاکراتو له لارې شونی بولي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې افغان حکومت هم د دې غونډې هرکلی کړی دی او ویلي دي چې دا غونډه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

  • هیرټ آف اېشیا

هیرټ آف اېشیا ورځپاڼې لیکلي دي چې د روسیې، چین او هند د بهرنیو چارو وزیرانو دا غونډه د دوشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې جوړېږي.

ورځپاڼې وړاندې د دې غونډې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون راخیستی او لیکلي دي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره پکار ده چې د ترهګرو ټول مرکزونه، پټځایونه له منځه یوړلی شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د روسیې، چین او هند د بهرنیو چارو وزیران به په دې غونډه کې د ترهګرو ډلو له خوا د پېښو ګواښونو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي.

د منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې جنوبي اسیا د انرژۍ د مهمو پروژو د پلي کولو اهمیت په کابل کې د خپرېدونکو ورځپاڼو د بحث بله مهمه مسئله ده.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د ولسمشر اشرف غني په حواله لیکلي دي چې له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې جنوبي اسیا د انرژۍ د لېږد پر پروژو جدي کار روان دی چې افغانستان هم ترې لازمه ګټه پورته کولای شي.

ورځپاڼه لیکي:

افغان ولسمشر وایي چې د دوی طرحه دا ده چې له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا شاوخوا ۱۵ زره مېګا واټه برېښنا ولېږدولی شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان ولسمشر پرون په کابل کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره چې په یو لنډ سفر کابل ته راغلی و، ولیدل او د ټاپي پروژې د کار پر پرمختګونو یې ورسره خبرې وکړې.

  • کابل ټایمز

کابل ټایمز ورځپاڼې بیا د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال د ولسمشر غني د خبرو دا برخه راخېستی چې ټاپي یوازې د ګازو د لېږد پروژه نه بلکه د انرژۍ د انتقال تړون هم دی.

ورځپاڼه لیکي:

ولسمشر غني د ټاپي پروژې د پلي کولو لپاره د ترکمنستان له اقداماتو مننه وکړه او ويې ویل چې په تمه دي، څو په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار د پرانېستلو لپاره د ترکمنستان د ولسمشر کوربانه واوسي.

  • هېرټ اف اېشیا

هېرټ اف اېشیا ورځپاڼې بیا د سیمې په کچه د دغو سترو پروژو پلي کول په سیمه کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره هم خورا مهم بللي دي.

ورځپاڼې د ځینو افغان کتونکو په حواله لیکلي دي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول به د سولې او ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG