د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د ټاپي د ګازو نل لیکې کار نن رسماً پیل شو


بالاخره انتظاره پاې ته ورسید او د ټاپي مهمه اقتصادي پروژه په رسمي توګه پرانیستل شوه.

په داسې حال کې چې په افغانستان او د سیمې په ځینو هېوادونو کې امنیتي اقتصادي او سیاسي ستونزې شته؛ خو د ټاپي پروژې عملي کار پیل شو او هیلې یې پیدا کړې.

ټاپي د سیمې ستره اقتصادي پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې؛ پاکستان او ورپسې هندوستان ته لېږدوي.

د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني دغه پروژه مهمه ګڼلې او ویلې یې دي چې په سیمه کې به د مثبتو بدلونونو سبب شي:

"د ټاپي پروژه به افغانستان او ترکمنستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ په مرکز بدل کړي؛ دا یو د پام وړ پرمختګ دی، موږ ستاسې د یوه ښه ګاونډي په توګه د دې هرکلی کوو او په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ او ملګرتیا لاس غځوو."

د ترکمنستان د مريي په ښار کې د ټاپي د پروژې د پرانستلو په مراسموکې د افغانستان جمهور رييس اشرف غني، د ترکمنستان جمهور رییس قربان علي بردي محمدوف، د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د هندوستان د جمهور ريیس مرستیال؛ حامد انصاري ګډون کړی و.

د ټاپي پروژه یا له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د لېږدولو پروژه؛ یو زرو اته سوه کیلو متره اوږدوالی لري چې تردوه زره نولسم میلادي کال پورې به بشپړه شي.

دا پروژه په کال کې د درې دېرشو میلیاردو مترو مکعبو ګازو د لېږدولو ظرفیت لري .

په دې پروژې به شاوخوا لس میلیارده ډالره ولګیږي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې؛ په دې پروژه کې به، زرګونو افغانانو ته د کار زمینې برابرې شي.

افغانستان به ترې هرکال د ټرانزیټ په برخه کې شاوخوا، پنځه سوه میلیونه ډالره عاید ترلاسه او له شپاړس فیصدو ګازو څخه به يې هم برخمن شي.

په عین حال کې د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد عالم ایزد یار؛ هیله ښيي چې د دې پروژې له پلي کېدو سره به، د سیمې اقتصادي وضعیت ښه او په هېواد کې به سوله ټینګه شي:

"هیله ده چې دغه پرانسیتنه دوام پیدا کړي او د پروژې کار بشپړ او ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ورڅخه ګټه واخلي؛ هیله ده چې دا پروژه په سیمه کې یوه نوې فضا رامنځ ته کړي؛ ځکه د اکثرو جګړو لامل اقتصادي اړخ لري."

په پام کې ده چې د ترکمنستان ګاز، د افغانستان د هرات، کندهار له لارې، د پاکستان کویټې او په همدې امتداد هندوستان ته ورسیږي.

افغان چارواکو پخوا تردې ویلي چې د دې پروژې له پیلېدوسره به د افغانستان په وضعیت کې بدلون رامینځته او هندوستان او پاکستان به یو تربله د شخړو پرځای اقتصادي ګټوته پام وکړي.

راپور: خان محمد سیند

پخواني معلومات:

د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د ګازو د نل لیکې کار نن په رسمي توګه پرانیستل شو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ټاپي پروژې د پرانستې دغه مراسم د ترکمنستان د ګلکنیش ګازو زېرمو ته نږدې په مري ښار کې جوړ شوي و چې په پروژه کې د ښکېلو هېوادونو چارواکو ګډون په کې کړی و.

د دغې پروژې د پرانستې په مراسمو کې ولسمشر اشرف غني؛ د ترکمنستان ولسمشر قربان قلی بردي محمدوف، د پاکستان صدر اعظم نواز شریف او د هند د ولسمشر مرستیال حامد انصاري ګډون کړی و.

په دغې پروژې باندې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره لګښت راځي او له ترکمنستان څخه به افغانستان؛ پاکستان او هند ته ۳۳ میلیارده متر مکعبه ګاز ولیږدوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تېره ورځ په ترکمنستان کې د ټاپې پروژې په اړه د یوې غونډ ې پر مهال رسنیو ته وویل چې افغانستان د دې پروژې په برخه کې هر ډول همکاري ته چمتو دی:

"د ټاپي پروژه به افغانستان او ترکمنستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ په مرکز بدل کړي؛ دا یو د پام وړ پرمختګ دی، موږ ستاسې د یوه ښه ګاونډي په توګه د دې هرکلی کوو او په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ او ملګرتیا لاس غځوو."

XS
SM
MD
LG