د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

بيت‌اللحم کې فلسطيني اعتراض کوونکو او اسرائيلي پوځيانو شخړه وکړه


د کرېسمس په درشل کې په بيت‌اللحم ښارګوټي کې د فلسطيني اعتراض کوونکو او اسرائيلي ځواکونو ترمنځ شخړه وشوه.

اعتراض کوونکي چې د فلسطين بيرغونه‌يې لېږدول شعارونه‌يې ورکول او لاسي زنګونه‌يې کړنګول.

ځيني فلسطينيان چې د سانتا کلاوس يا بابا نوئل کالي يې په تن کړي وو، له اسرائيلي ځواکونو سره په شخړه واوښتل.

شخړه د شنبې په ورځ د لوېديځې غاړې په بيت‌اللحم ښارګي کې وشوه چې د حضرت عيسى عليه السلام د زوکړې د سيمې له کبله‌يې درناوى کېږي.

اعتراض کوونکو د فلسطين بيرغونه له ځانونو سره لېږدول، شعارونه‌يې ورکول او لاسي زنګونه‌يې کړنګول.

اعتراض کوونکي له پولیسو سره په شخړه کې.
اعتراض کوونکي له پولیسو سره په شخړه کې.

د اسرائيل ځواکونو د اعتراض کوونکو د تيت و پرک کولو لپاره اوښکي بهوونکي ګاز وکارول.

د بيت‌اللحم پېښه د هغو اعتراضونو لړۍ ګڼل کېږي چې د بيت‌المقدس په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر اعلان وروسته پيل شوي دي.

ښاغلي ټرمپ د روانې ميلادي مياشتې په لومړيو کې بيت‌المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه اعلان کړ او ويې‌ويل چې له تل‌ابيب څخه به د امريکا سفارت دغه لرغوني ښار ته ولېږدول شي.

په وروستيو کې د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس په پاريس کې د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره تر کتنې وروسته وويل، نور به د منځني ختيځ په باب د امريکا د سولې هېڅ کوم پلان ونه‌مني.

په بيت‌اللحم کې د فلسطيني اعتراض کوونکو او اسرائيلي ځواکونو ترمنځ تر دغو شخړو دوه ورځې مخکې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې ١٢٨ هېوادونو د بيت‌المقدس په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د تازه اعلان په مخالفت کې رايې ورکړې.

د فلسطيني ادارې د مشر محمود عباس وياند د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې دغه رأيه اچونه د فلسطين لپاره يوه بريا وبلله.

نيکي هيلي
نيکي هيلي

خو په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې نیکي هیلي عمومي اسامبلې ته په وينا کې وويل:

"د امريکا به دا ورځ په ياد وي، دغه رأيه اچونه به د ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو په وړاندې چې په ملګرو ملتونو کې يې د هغې په خبره د امريکا بې‌احترامي وکړه، د امريکا پر چلند اغېز وکړي."

بل‌خوا د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې رأيه اچونه رد کړه او ويې‌ويل دى به‌يې ونه‌مني.

هغه د بيت‌المقدس په تړاو د امريکا د ولسمشر د دريځ له کبله له هغه نه مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG