د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

د م.م اسامبله د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د پرېکړې پر ضد رأیه ورکړه


د ملګرو ملتو عمومي اسامبله پرون په خپله بې ساري بېړنۍ غونډه کې چې تر ډېره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد د یو سخت غبرګون بڼه یې لرله، د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د بیت‎المقدس د رسمیت پېژندو پرضد د پریکړه‎لیک مسوده تائید کړه.

دا پریکړه‎لیک چې طرح یې د مصر له‎خوا وړاندې شوې وه، د ۹ منفي رأیو په وړاندې د افغانستان په ګډون د ۱۲۸ هېوادونو په مثبتو رأیو تائید شو.

پریکړه‎لیک د ملګرو ملتونو له غړو غوښتنه کړې وه چې د متحد ایالاتو له‎خوا د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د بیت‎المقدس له رسمیت پېژندو سره خپل مخالفت اعلان کړي.

دې پریکړه‎لیک ته د برېتانیا، فرانسې، جرمني او جاپان په ګډون د متحد ایالاتو ډېرو نژدې متحدانو د تائید رأیې ورکړې.

د روسیې رأیه هم مثبته وه، خو ځینو نورو لکه استرالیا، کاناډا، مکسیکو او فیلیپین مستنکفې رأیې ورکړې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نېکي هېلي په عمومي اسامبله کې د رأیو له اخېستو مخکې وویل، متحد ایالات به هغه هېوادونه په یاد وساتي چې د امریکا د ارادې خلاف رأیه ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نېکي هېلي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نېکي هېلي

نوموړې وايي:

"امریکا به خپل سفارت بیت‎المقدس ته ولېږدوي. د امریکا خلک له موږه همدا تمه لري او دا پرځای کار دی. په ملګرو ملتونو کې هېڅ راز رأیه به په دې برخه کې بدلون رانه‎ولي، خو دا رأیه به د ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو په اړه چې په ملګرو ملتونو کې موږ ته درناوی نه‎کوي د امریکایانو نظر بدل کړي او د هغو رأیه به په یاد پاتې شي."

د فلسطینۍ ادارې مشر محمودعباس دا پریکړه د فلسطینیانو لپاره بریا وبلله، خو د اسرائیلو استازي په دې برخه کې د ولسمشر ټرمپ د قاطع دریځ مننه وکړه.

د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دفتر له‎خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې اسرائیل د دې پریکړه‎لیک د مخالفو هېوادونو له شمېره راضي دی.

پر متحدایالاتو او اسرائیل سربېره اوو نورو هېوادونو- ګواتیمالا، هاندوراس، مارشال ټاپوګانو، مایکرونیسیا، ناورو، پالاو او توګو د پریکړه‎لیک پرضد رأی ورکړې.

XS
SM
MD
LG