د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

اصلاح غوښتونکي ځوانان: د امنیت لپاره د ګارنیزیون وروستیو هڅو ښه نتیجه ورکړې


د تورو ښيښو لرونکو موتړو د ګرځیدو د مخنیوي د کمپاین پیل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00

د افغانستان د اصلاح غوښتونکو ځوانانو بهیر وايي، د کابل ښار د امنیت لپاره د کابل ګارنیزیون وروستیو هڅو ښه نتیجه ورکړې او ټینګار کوي چې حکومت باید له کوم امتیاز پرته دغه پروګرام د دولتي چارواکو او زورواکو په ګډون په ټولو یو شان پلی کړي.

د دغه بهیر د رهبري پلاوي غړي محمد فیض د جمعې په ورځ یې د نورو په استازوالۍ خبریالانو ته خبرې کولې وویل، دغه پروګرام باید تر پایه همداسې عملي شي.

دی وايي:

"تاسې شاهدان یاست چې د دوی «ګارنېزیون» پروګرام د تېرو په پرتله ښه نتیجه ورکړې، د دغه پروګرام ښه والی دې کې دی چې دوی هېڅ‌چا ته په امتیاز قایل نه‎دي، له ټولو سره که دولتي چارواکي وي او یا یو عادي کس وي، یو ډول چلند کوي، موږ امنیتي ځواکونو ته وایو چې موږ ستاسو په خوا کې ولاړ یو."

د کابل ګارنیزیون شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې په کابل ښار کې د بې اسنادو او تورو ښیښې موټرو او د بې اسنادو وسلو د راټولو کمپاین پيل کړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې تر اوسه یې له ۱۸سوه څخه د زیاتو موټرو ښېښې سپينې کړي، لسګونه بې اسنادو موټر یې درولي او یو شمېر بې اسنادو وسلې یې هم راټولې کړي.

د کابل ګارنیزیون دغه اقدام د ځینو زورواکو، دولتي چارواکو او د ملي شورا یو شمېر غړو له غبرګون سره مخ شو.

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري په همدې غونډه کې له ټولو دولتي چارواکو او د ملي شورا له غړیو وغوښتل چې په کمپاین کې د کابل له ګارنیزیون سره مرسته وکړي.

نوموړې وايي:

"که موږ خپل ځانونه اصلاح کړو او له کورنیو چارو وزارت او نورو امنیتي ارګانونو سره همکار و اوسو، زه ډاډمنه یم چې ټولنه مو اصلاح او له امنیتي ځواکونو سره مو مرسته کړې."

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کارونو کې پرمختګ، د اصلاح او د سوې تفاهم د مخنیوي په هدف د ملي شورا د غړو موټرو ته نوي نمبر پلېټونه ورکوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، دغه کمپاین چې تراوسه بریالی روان دی په ټولو به یو ډول پلی کېږي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"موږ ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې په افغانستان کې به قانون، بیا په ځانګړي توګه د تورو ښیښو، د بې نمبر پلېتو موټر او د غیر قانوني وسلو د راټولولو په برخه کې روان کمپاین په ټولو یو ډول پلی کېږي."

له دې وړاندې هم کابل ګارنیزیون دې ته ورته کمپاینونه پیل کړي وو، خو تر ډېره بریالي نه وو، اوس به ولیدل شي چې ګارنیزیون په خپلو کارونو کې څومره بریالی کېږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG