د افغانستان د ملي شورا د غړو موټر به په نږدې راتلونکي کې ځانګړي پلېټونه ولري او د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغو پلېټونو د ترتیبولو کار یې پیل کړی دی.
د دغه وزارت له ترورېزم سره د مبارزې رئیس نجیب امان د پنجشنبې په ورځ د کابل له ځینو امنیتي مسؤلینو سره یوځای په یوې خبري ناسته کې د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، د دغو پلېټونو د تیارولو لپاره هوکړه شوې او د ټرافیکو ریاستیې په یو پلي کېدونکي مېکانیزم کار کوي.
د ده په خبره د ملي شورا د غړو موټرو ته به په نږدې راتلونکي کې ځانګړي پلېټونه ورکړل شي.
دی وايي:
"د یو تفاهم له مخې او کوم حکم چې موجود دی، د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو ریاست ته سپارښتنه کړې چې د هېواد له نافذه قوانینو سره سم د موټرو یو ځانګړی پلېټ جوړ کړي. دغه په نظر کې نیول شوی پلېټ به ډېر ژر، د ملي شورا غړو ته ورکړل شي."
اوس د افغانستان د ولسي او مشرانو جرګې غړي د خپلو موټرو لپاره د "و ج" (ولسي جرګه) او "م ج" (مشرانو جرګې) پلېټونه کاروي چې د دواړو جرګو د نومونو مخفف دي.
د دغو پلېټونو نصبول د کابل د اوسېدونکو او ان د ټرافیکو د پولیسو له انتقادونو سره مخ شوي دي.
د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی وايي، اوسمهال د ملي شورا یو شمېر غړي د خپلو موټرو لپاره، د "و ج" او "م ج" پلېټونه کاروي.
د ده په خبره د نویو پلېټونو له وېش وروسته به د ملي شورا هر غړی، ځان پورې مربوط موټر ته نوی پلېټ نصب کړي.
ده وویل:
"تر څو پورې چې نوي پلېټونه ویشل کېږي، وکیلان کولای شي چې له «و ج» نه استفاده وکړي، خو دا وایم هغه کسان چې د وکیل په نامهیې ۱۰-۱۱ پلېټونه توزیع کړي، د هغې د مخنیوي لپاره به موږ له کابل ګارنېزیون سره همکاري کوو چې قانون لومړی په خپل ځان پلي کړو او بیا يې نورو ته ووایو."
د کورنیو چارو وزارت له ترورېزم سره د مبارزې رئیس هم ټینګار کوي چې د ولسي جرګې د غوښتنې له مخې د ملي شورا غړي کولای شي د نویو پلېټونو تر وېش پورې، اوسني پلېټونه وکاروي.
راپور: خان محمد سیند