د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

مسیر: کابل ګارنیزیون د محرم ورځو د امنیت لپاره پر ۵۰۰ کسانو وسلې ویشي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ د محرم د ورځو د امنیت په هدف خلکو ته د وسلو د ویش او د افغانستان د انتخابوتو د خپلواک کمېسیون په چارو کې د حکومت د مداخلې په اړه مطالب چاپ کړي دي.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، کابل ګارنیزیون د محرم د ورځو د امنیت لپاره پر ۵۰۰ کسانو وسلې ویشي.

په سرمقاله کې راغلي، دا کار له څو اړخونو ناسم او د اندېښنې وړ دی، لومړی دا چې د افغانستان د قوانینو له مخې د امنیت ساتل د امنیتي ځواکونو دنده ده.

دوهم دا چې دا ۵۰۰ وسله وال کېدونکي کسان څوک دي؟ د دوی مخینه څه ده؟ د وسلو په کارولو پوهېږي او که نه؟ څه تضمین شته چې دوی به دغه وسلې په خپلو شخصي ستونزو، غلاوو او نورو ناقانونه کارونو کې نه کاروي؟ که دوی دا وسله د یو چا پر ضد وکاروي څوک دا ثابتوي چې مقابل کس دښمن و که عام وګړی؟ خپله پر دوی څنګه دا باور کېدای شي چې دښمن به ترې استفاده نه کوي؟ له دغو کسانو به څوک وسله راټولوي او څنګه به یې راټولوي؟ او دې ورته نورې ګڼې پوښتنې.

سرمقاله لیکونکي له دې امله پر افغان امنیتي بنسټونو سخت انتقاد کړی او په باور یې، دا چې خلک باید د امنیت په برخه کې همکاري وکړي دا سمه خبره ده، خو نه دا چې ناقانونه وسلې دې پرې وویشل شي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګنې په سرمقاله کې لیکلي، لا هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ارګ پورې تړلی دی.

په سرمقاله کې راغلي، له هغه مهاله چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کار پیل کړ او نوي کمېشنران یې د ولسمشر له خوا غوره شول، تر اوسه په څو ځلي د یاد کمېسیون د یو شمېر کمېشنرانو له خوا د واک د انحصار او په پټه د ځینو پرېکړو د کولو خبره مطرحه شوې ده.

په سرمقاله کې راغلي چې انتخاباتي کمېسیونونه باید د سیاسي تفاهم لیک له مخې خپل اعتبار اعاده کړی وای او دغه شان په انتخاباتي نظام کې یې هم یو لړ جدي اصلاحات راوستي وای.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور، لا تر اوسه نه یوازې دا چې لازم اصلاحات نه دي رامنځته شوي او اعتبار یې نه دی اعاده شوی، بلکې پر یادو کمېسیونونو بې اعتبارې هم ور زیاته شوې ده.

په سرمقاله کې راغلي، تر کومه چې انتخاباتي کمېسیونونه ملي اعتبار خپل نه کړي او خپل بې طرفي خلکو ته ثابته نه کړي د انتخاباتو جوړېدل ناشوني دي او که وشي هم خلک به په کې ګډون ونه کړي.

XS
SM
MD
LG