د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۹

ولایتي شورا او فعالان: په غزني کې طالبان حتی د رسنیو له کارکوونکو مالیه ټولوي


د غزني ولایتي شورا او فعالان وايي، په دغه ولایت کې وسله‎وال طالبان په سپینه ورځ او په عام ډول په ښار او کلیو کې له کروندګرو او سوداګرو څخه د دولت تر ولکې لاندې سیمو کې مالیه راټولوي.

په دغه ولایت کې د ولایتي شورا یوه غړي امان‌الله کامراني ازادي راډيو ته وویل، ټول هغه سوداګر او شرکتونه چې دولت ترې مالیه راټولوي د طالبانو له لوري هم ورڅخه مالیه اخیستل کېږي چې خلک‌يې له ستونزو سره مخ کړي.

نوموړی وايي چې طالبان له همدې لارې زیاتې پیسې لاسته راوړي او دولت‌يې باید مخه ونیسي.

ښاغلی کامراني وايي:

"په غزني ښار کې چې کوم څوک دوکان لري او یا هم کوم کسب کوي له هغو ټولو وسله‎وال طالبان مالیه اخلي او دغه‌راز په کلیو کې له کروندګرو څخه چې باغونه لري او یا بل کوم کښت‌يې کړای وي، وسله‎وال طالبان ورڅخه په منظم ډول مالیه ټولوي."

ښاغلی کامراني وايي، په غزني ولایت کې د طالبانو نفوس زیات شوی چې لامل‌يې د ولایتي ادارې کمزورې رهبري ده.

له دې سره مدني فعالان هم ورته څرګندونې لري.

دوی وايي، نه‌یوازې وسله‎وال طالبان دغلته په ښار کې له سوداګرو او په کلیو کې له کروند‎ګرو مالیه ټولوي، بلکې د سیمه‎ییزو رسنیو څخه‌يې هم اخلي.

د دوی له ډلې یو هم ژورنالېست اسدالله جلالزی دی چې ازادي راډيو ته‌يې وویل:

"د غزني په ښار کې وسله‎وال طالبان سوادګرو ته خطونه استوي او په‎کې لیکلي يې وي چې مالیه راکړه، که نه موږ دې تور لېست ته اچوو، نو هغه سوداګر مجبوره دی چې مالیه ورکړي ځکه امنیت‌يې نه‎دی خوندي او رسنۍ هم مجبوره دي چې طالبانو ته مالیه ورکړي."

د غزني په ښار کې که څه هم هټۍ‎وال او سوداګر دا مني چې طالبانو ته مالیه ورکوي، خو هغوی د دولت او وسله‎والو طالبانو له وېرې له څه ویلو ډډه‎ کوي، خو کروندګر وايي، که وسله‎والو طالبانو ته مالیه ورنه‎کړي، نو د امنیت د نشتوالي له امله‌يې ژوند په خطر کې دی.

د دغه ولایت د ده‎یک ولسوالۍ یوه تن ازادي راډيو ته وویل:

"محمد نعیم یم، په ده‎یک ولسوالۍ کې وسله‎وال طالبان هر کروند‎ګر ته د شپې خطونه لېږي، د درېیو او یا هم څلور زرو افغانیو غوښتنه کوي، نو موږ هم له وېرې دغه پیسې ورکوو. ځکه که‌يې ور نه‎کړو ژوند مو په خطر کې دی او ټول مال او جایداد مو راڅخه اخلي."

په غزني ولایت کې د غزنويانو په نوم د خصوصي ټلوېزیون مشر هم وايي چې دوی اړ دي څو طالبانو ته مالیه ورکړي.

له دې ټولو سره سره د غزني ولایت والي انجنیر عبدالکریم متین که څه هم دا مني چې طالبان په غزني ښار کې له خلکو مالیه ټولوي، خو وايي چې مخنیوی يې د دوی تر وس پورته خبره ده.

ښاغلی متین وايي، تر دې مهاله‌یې یو شمېر هغه کسان هم نیولي چې وسله‎والو طالبانو ته‌يې مالیه ټولوله.

د غزني ولایت والي انجینیر عبدالکریم متین

ښاغلي متین وویل:

"تر ما پورې دا ډول شکایتونه راغلي چې وسله‎وال طالبان له خلکو مالیه اخلي، خو ځیني کسان مو نیولي چې طالبانو ته‌يې مالیه ټولوله. موږ دې ته مالیه نه‎شو ویلی، مالیه هغه څه ته وايي چې دولت‌يې راټولوي او بېرته بیت‎المال ته جمع کېږي."

وسله‎وال طالبان بیا وايي چې دوی نه‌یوازې په غزني کې، بلکې په ټولو ولایتونو کې په منظم ډول له خلکو او سوداګرو مالیه راټولوي.

د یادونې وړ ده چې غزني د افغانستان له ناامنه ولایتونو څخه یو ولایت دی چې زیات شمېر سیمې يې د وسله‎والو طالبانو تر ولکې لاندې دي او د جګړې ډګر په‎کې تود دی.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG