د ارزګان ولایتي شورا وايي، اوس هم په دغه ولایت کې ځیني پولیس په وسلهوالو مخالفینو وسلې او مرمۍ پلوري.
د دې ولایت د ولایتي شورا رئیس وايي، په دغه ولایت کې د کمزوري امنیتي مدیریت له امله اوس هم پر وسلهوالو مخالفینو وسلې او مهمات پلورل کېږي.
امیر محمد بارکزي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۱» ازادي راډیو ته وویل حکومت باید د دغه کار مخنیوی وکړي.
دی وايي:
"اوس هم پر وسلهوالو طالبانو باندې د وسلو او مهماتو پلورل روان دي، خو دا چې ویل کېږي پوستې پلورل شوي داسې څه نهدي شوي."
ښاغلی بارکزی وايي، دې چارو د ارزګان ولایت په امنیتي وضعیت ناوړه اغېز کړی او وسلهوالو مخالفینو د ولسوالیو ټولې لارې تړلي او تر ترینکوټ پورې رسېدلي دي.
خو نوموړی پر وسلهوالو مخالفینو د امنیتي پوستو د خرڅلاو د مسلې په تړاو، د اسنادو او شواهدو د نهموجودیت له امله څه نهوايي.
د ازادي راډیو خبریال وايي هڅهيې کړې چې په دې اړه د ارزګان د سیمهییزو چارواکو نظر هم واخلي، خو بریالی نهشو.
د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې په ارزګان ولایت کې د څلورمې لوا قوماندان رحمتشاه قیمتي رسنیو ته ویلي چې د پولیسو په لیکو کې ځینو نااهلو کسانو نفوذ کړی او امنیتي پوستې په وسلهوالو مخالفینو پلوري.
د ارزګان د والي مرستیال عبدالواحد پټان رسنیو ته ویلي، هغه قوماندانان چې د عملیاتي کنډکونو په سر کې دي، تر ډېره قومي مخور دي چې لیرې کولیې اسانه کار نهدی او داسې هم شوي چې د غبرګون په صورت کې یې د دولت وسله د دولت پر ضد کارولې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه ادعا ردوي وايي، هر څوک چې په دې برخه کې اسناد لري، له دوی سره دې شریک کړي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل، د کورنیو چارو وزارت دغه موضوع جدي نیسي.
دی وايي:
"له ولایتي شورا او مسؤلینو څخه زموږ غوښته دا ده، که له دوی سره داسې اسناد وي چې دغه موضوع اثبات کړي، هغه دې د کورنیو چارو د وزارت له کشفي او استخباراتي مسؤلینو سره شریک کړي، څو موږ وکولای شو په دې برخه کې جدي اقدامات وکړو. دغه موضوع موږ ته جدي ده."
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت هم وايي، په دې اړه پلټنې روانې دي او که دا ادعا ثابته شوه له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"زموږ کشف، استخبارات، تفتیش او ټول حقوقي او قضايي ارګانونه په دې اړه دوامداره کار کوي. که داسې څه پيدا کړي، سرغړونکي به د قانون منګولو ته وسپاري."
دا لومړی ځل نهدی چې په ارزګان ولایت کې د ځینو دولتي چارواکو لهخوا په وسلهوالو مخالفینو د وسلو او مهماتو د پلورلو ادعا کېږي، خو په نوموړي ولایت کې د پوستو د خرڅلاو په اړه راپورونو تازه دي.
د ارزګان د ولایتي شورا غړي وايي، که په خپل وخت د دغو ناسمو، هېواد ضد کړنو او وضعیت مخه ونهنیول شي، وروسته کې به بیا اوبه له ورخه تېرې او مخنیوی بهیې هم ډېر ستونزمن وي.
راپور: رحمتالله افغان