د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۳۱

چارواکي: په چورې ولسوالۍ کې د یوې پوستې د بیا نیولو هڅې روانې دي


د ارزګان محلي چارواکي وايي، هڅه کوي چې په چورې ولسوالۍ کې هغه پوسته بېرته ونيسي چې تېره شپه وسله والو طالبانو نيولې ده.

د چورې ولسوال امين الله خالقي نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل، په دې پوسته کې ٢٤ سرتېري وو چې د جګړې پر مهال يې ځيني وژل شوي هم دي.

ولسوال په چورې ولسوالۍ کې د جګړو پر مهال، د ١٨ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ځينو نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړ.

د ارزګان امنيتي چارواکي وایي، په چورې ولسوالۍ کې لا هم جګړه روانه ده او اضافي ځواک ته اړتيا لري.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې چورې ولسوالۍ يې محاصره کړې ده.

XS
SM
MD
LG