د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

ملي ارمان: خپل عزت او ناموس په دښمن مه‌پلورئ!


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د فساد د بېلابېلو ډولونو او په وړاندې یې د مبارزې او دغه هېواد ته د نړیوالو ترهګرو ډلو د رالېږلو د مخنیوي په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې سرمقاله په دې کرښه پیل کړې، خپل عزت او ناموس په دښمن مه‌پلورئ.

په سرمقاله کې راغلي، په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د ارزګان ولایت د یو شمېر امنیتي پوستو مسؤلین، د کشفي ارګانونو په کړنو او کارونو کې پڅ‌والي او د جرمونو نه‌مخنیوي ته په پام سره، خپلې پوستې د افغانستان د خلکو په دښمنانو پلوري.

ورځپاڼه لیکي:

دا ډېره جدي او خطرناکه موضوع ده او په کار ده چې امنیتي بنسټونه د ورته پېښو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور، که دا مسئله د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېږي په وړاندې به‌یې بیا مبارزه ډېره ستونزمنه وي، خو په سرمقاله کې د سرچینې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

  • دنیا

دنیا خپلواکه ورځپاڼې بیا په خپله نننۍ ګڼه کې لیکي، ولسي جرګه په برېښنا شرکت کې د فساد مسئله څېړي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، جرګه د برېښنا شرکت مسؤلین ځان ته ورغواړي چې په دغه شرکت کې د میلیاردونو ډالرو د ورکېدو په تړاو د خپرو شویو راپورونو په اړه سپیناوی وکړي.

د مطلب لیکونکی د ولسي جرګې د یو غړي محمد عارف رحماني په حواله لیکي، اوس هم په دغه شرکت کې یوه مافیايي کړۍ فعاله او په غلا بوخته ده.

خو په مطلب کې دا هم راغلي چې د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي رسنیو ته ویلي چې پر برېښنا شرکت هره ادعا باید پر اسنادو او شواهدو ولاړه وي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې یوه بېله موضوع راخیستې ده، افغانستان ته دې د نړیوالو ترورېستانو د رالېږلو مخنیوی وشي.

هېواد لیکي، ځینو افغان او بهرنیو چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې په لیکو کې د بهرنیو اتباعو شتون تأیید کړی، خو وېره دا ده چې نور به هم راولېږل شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دغه پلان انګرېزي شبکو جوړ کړی او پاکستان‌یې پلی کوي.

په سرمقاله کې په کورنیو او بهرنیو ځواکونو غږ شوی چې د دغو ډلو د راتګ مخه ونیسي او له پاکستان را اوښتونکي دغه ترورېستي ډلې وځپي او له‌منځه‌یې یوسي.

XS
SM
MD
LG