د افغانستان د حلقوي سړک د مهمې پروژې وروستۍ برخه د اسیايي پراختیايي بانک په مالي مرسته رغول کېږي.
په پام کې ده د ۳۳۰ میلیون ډالرو په لګښت دا پروژه د هېواد په شمال او لوېدیځ کې مهم ښارونه سره ونښلوي.
د اسیايي پراختیايي بانک مدیره پلاوي موافقه کړې ده چې د افغانستان د حلقوي سړک د رغونې له پروژې سره ۳۳۰ میلیون ډالره مالي مرسته وکړي.
اسیايي پراختیايي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حلقوي سړک د افغانستان لپاره د ستراتیژیک دهلېز اهمیت لري او زیاتوي چې دا پروژه له اقتصادي پلوه په سیمه کې د دې هېواد د ادغام د اجنډا یوه مهمه برخه ده.
د اسیايي بانک د معلوماتو له مخې د دې سړک اوږدوالی ۱۵۱ کېلومتره دی چې د فاریاب ولایت قیصار ولسوالي د بادغیس ولایت له بوم درې سره نښلوي.
دا د ۲۲۰۰ کېلومترو په اوږدوالي د افغانستان د حلقوي سړک وروستۍ برخه ده چې د هېواد د یوې برخې لوی ښارونه سره وصلوي او همداراز د کاریک CAREC په نوم د منځنۍ اسیا د سیمه ییزې همکارۍ د پروګرام یوه مهمه برخه ده.
د هېواد د حلقوي سړک رغونه د افغان حکومت د ماسټر پلان له لومړیتونو څخه ده.
د اسیايي پراختیايي بانک د منځنۍ او لوېدیځې اسیا د څانګې مشر سین او سالیوان وايي، حلقوي سړک د افغانستان د عامه تاسیساتو یوه بنسټیزه برخه ده چې دا هېواد نه یوازې په کور دننه بلکې له منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او منځني ختیځ سره نښلوي.
ښاغلی اوسلیوان وايي چې د حلقوي سړک د وروستۍ برخې له رغونې سره به په افغانستان کې کافي کاري فرصتونه رامنځته شي او د تجارت او امنیتي حالت له ښېګڼې سره به مرسته وکړي.
اسیايي پراختیايي بانک په تېرو شپاړسو کلونو کې په افغانستان کې اته سوه کېلومتره سړکونه یا جوړ کړي او یا یې بیارغولي دي.
په افغانستان کې د سړکونو، د اورګاډي د پټلۍ او هوايي ډګرونو د رغونې په برخو کې د اسیايي پراختیايي بانک د ټولو مالي مرستو ارزښت یو اعشاریه اووه میلیارد ډالرو ته رسېږي.
حلقوي سړک د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه شپاړس سره نښلوي او د لویو ښارونو لکه د پلازمېنې کابل، غزني، کندهار، فراه، هرات او بلخ ولایتونو ترمنځ اصلي مواصلاتي لاره ده.