د کابل جلال اباد د دویم سړک د جوړولو تړون د افغانستان د فواید عامې وزارت او د یوې چینایۍ کمپنې له خوا لاسلیک شو.
په افغانستان کې د لویو لارو د پراختیا په لړ کۍ به ډير ژر د سل کیلومترو په اوږدوالي د کابل جلال اباد د لویې لارې د دویم سړک د جوولو کار پیل شي.
د دې پروژې تړون د سې شنبې په ورځ د فواید عامې د وزیر او د یوې ګډې افغانۍ او چینایۍ کمپنۍ ترمنځ چې داوطلبي یې ګټلې وه لاسلیک شو.
د فواید عامې وزیرنجیب الله اوژن د دې تړون د لاسلیک کولو پرمهال وویل چې؛ د کابل جلال اباد د دویم سړک جوړیدل له اقتصادي او ترانزیتي اړخه ډیر مهم بلل کیږي:
"د دې پروژې ارزښت نږدې یوسل اولس میلیونه امریکایي ډالره ښودل شوی او افغان دولت او د افغانستان خلکو ته د پام وړ پروژه ده.
د دې سړک په اوږدو کې اتلس لوی او واړه پلونه او دوه سوه او اتیا پلچکونه موجود دي.
دا سړک کولای شي د ماهیپر پر لویه لاره ډیره ترانسپورتي ګڼه ګوڼه کمه کړي".
ښاغلي اوژن وویل چې؛ دا سړک د کابل جلال اباد له اوسنۍ لویې لارې جلال اباد د کابل د خاک جبار ولسوالۍ له څپرۍ سیمې نه پیل او د کابل د سروبي او د ننګرهار د شیرزادو او سره رود ولسوالیو نه تیر او جلال اباد ته غځول کیږي.
د فواید عامې وزیر څرګنده کړه چې؛ د دې پروژې له کیفیت نه به ټینګه څار نه کیږي او د افغان او چینایي ګډ شرکت نه یې هم وغوښتل چې؛ په تطبیق کې یې نړېوال معیارونه په پام کې ونیسي.
د دې پروژې مالي لګښت د اسیا د پراختیایي بانک له وړیا مرستو څخه ورکول کیږي او په درې کلونو کې به بشپړه شي.
د اسیا پراختیایی بانک له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د اساسي پروژو د عملي کولوپه برخه کې مهمې مرستې کړي.
د اورګاډي پټلۍ د غځولو له پروژې سره یې مرسته کړې او د حلقوي سړک او له ازبکستان څخه دې هېواد ته د بریښنا د انتقال د پروژې عمده برخې یې د اسیا د پراختیایي بانک په مرسته عملي شوي.
په افغانستان کې د اسیا د پراختیایي بانک رییس جوجي توکیشي د دې پروژې د تړون د لاسلیک کولو پروخت ډاډ ورکړ چې؛ له افغانستان سره به د دوی مرستې دوام ولري:
"موږ له افغانستان سره مرسته کوونکي نه یو، بلکې مونږ د افغانستان ملګري یو، زه غواړم په همدې ټکي ټینګار وکړم، چې مونږ یوازې افغانستان ته پیسې نه ورکوو، بلکې په مجموع کې د هغو کارونو فرصت ورته برابرو چې افغانان یې د کولو وس لري".
له دې وړاندې پاکستان هم اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د سفر پر مهال ژمنه وکړه چې؛ د جلال اباد تورخم د لویې لارې د دویم سړک د جوړولو کار به ډیر ژر پیل کړي.
سره له دې چې؛ په تیرو کلونو کې زرګونه کیلو مټره سړکونه د نړېوالې ټولنې په همکارۍ په افغانستان کې جوړ شوي خو د ټیټ کیفیت او نه څارنې له امله ډیر یې بیرته خراب شوي دي.
راپور: نسیم شفق