د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۷

د قیصار-لامان حلقوي سړک د جوړولو چارې هندي او چینايي شرکتونه سمبالوي


د قیصار-لامان حلقوي سړک چې د بادغيس لامان د فاریاب له قیصار سیمې سره نښلوي د دوو لومړنیو برخو د جوړولو چارې یې "IVRCL"​ هندي او ګینګدو چینايي شرکتونو ته وسپارل شوې.

دغه سړک چې ۲۳۳ کېلو متره اوږدوالی لري چارې یې په شپږو برخو وېشل شوي چې د دوو لومړنیو برخو کار به‌یې ډېر ژر د يادو هندي او چینايي شرکتونو له‎خوا پیل شي او په پاتې څلورو نورو برخو يې تداکارتي کارونه روان دي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت سرپرست يما یاري د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د امریکايي-ترکي شرکت «ICCI» سره د ياد حلقوي سړک د تړون له فسخه کېدو وروسته‌يې د قیصار-لامان سړک د دوو برخو تړونونه هندي او چینايي شرکتونو ته سپارلي دي.

یاري زیاته کړه:

"د دې سړک تړون يو ځل په ۲۰۱۲ کال کې شوی و او ټول تړون‌یې يو شرکت سره و، خو له بده مرغه په دغې پروژه کې ځينې ستونزې پیدا شوي او تړون فسخه شو او قضیه اوس‎مهال په سنګاپور کې د نړیوالو سوداګریزو محاکمو تر څېړنو لاندې ده."

د افغانستان د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې د قیصار-لامان پروژې لومړۍ برخه چې ۳۴ کېلو متره اوږدوالی لري تړون‌یې په څه باندې ۳۶ میلیونو ډالرو "IVRCL" هندي شرکت ته ورکړل شوی.

دغه‌شان د دې سړک دوهمه برخه چې ۴۸ کېلو متره اوږدوالی لري، تړون‌یې د څه باندې ۴۸ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ګینګدو چینايي شرکت ته ورکړل شوی دی.

د قیصار-لامان سړک د افغانستان د حلقوي سړک وروستۍ برخه ده چې د اسیا د پراختیايي بانک په مالي ملاتړ، د نږدې ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت جوړېږي.

ياده پروژه د جنوبي اسیا هېوادونه او ایران د مرکزي اسیا له هېوادونو سره نښلوي او له هراته بادغیس ولایت ته سفر له اوو ساعتونو نه يو نیم ساعت ته کمېږي.

بل‎خوا د سړک جوړونې د برخې يو شمېر متخصصین وايي، د افغانستان د حلقوي سړک زیاته برخه چې کار يې بشپړ شوی په معیاري ډول نه‎دی جوړ شوی چې لامل‌یې په تړونونو کې فساد او د سړکونو حفظ او مراقبت ته نه‌پاملرنه ده.

له دې ډلې راحت ګل زیارمل ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"د دې سړک چې کار یې دا دی وروستي پړاو ته رسېږي ځیني برخې بیا ترمیم او جوړولو ته اړتیا لري، دغه‌شان د فواید عامې وزارت هم د سړکونو د ساتنې لپاره فعاله څانګې نه‎لري چې د سړکونو حفظ او مراقبت وکړي."

ښاغلی زیارمل وايي، په افغانستان کې د بې‌کيفیته او غیر معیاري سړکونو د جوړېدو لامل په تړونونو کې فساد او د فواید عامې وزارت کمزوری مدیریت دی.

دی وايي، د دې لپاره چې د قیصار ـ لامان سړک په معیاري ډول جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي دغه وزارت ته په کار ده چې په تړونون کې د دقت ترڅنګ د دغه سړک د جوړنې له چارو هم ښه څارنه وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG