د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۶

د سړک او د پلونو جوړولو د ۱۶پروژو تړون لاسلیک شو


په افغانستان کې د فواید عامې وزارت چارواکو له خصوصي شرکتونو سره د سړک جوړونې او ساتنې او د پلونو جوړولو د شپاړلس پروژو قرار داد لاسلیک کړ.

په دې اړه د سې شنبې په ورځ د فواید عامې وزارت ادارې او مالي مرستیال په جوړه غونده کې خبریالانو ته وویل، چې په دې پروژو درې سوه نوي میلیون افغانی لګښت راځي او نړېوال بانک یې مرسته کړې.

د راپورونو له مخې په تیرو شاوخوا دولسو کلونو کې په افغانستان کې د سړکونو په جوړولو شاوخوا پنځه ملیارډه ډالره لګیدلي دي، خو ددې سړکونو د پام وړ برخه یې بیرته خرابه شوې ده.

د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې د سړکونو د ساتنې یوولس او د پلونو او سړکونو جوړولو دا پنځه پروژې به په یوه کال کې بشپړې شي.

د یاد وزارت ادارې او مالي مرستیال محمد اکبر بارکزي د سې شنبې په ورځ د پروژو د لاسلیکولو پر وخت وویل، چې د سړکونو د ساتنې او مراقبت په پروژو لس میلیونه افغانۍ او په پلونو او سړکونو به څه باندې درې سوو اتیا ملیونه افغانۍ ولګیږي.

ښاغلي بارکزي زیاته کړه چې؛ د سړک ساتنې یوولس پروژې به په هرات ، سمنګان، لغمان او غزني ولایتونو کې او د سړک او پلونو جوړولو پنځه پروژې به په کابل کندز، کندهار او بامیانو کې تطبیق شي.

د نوموړي په وینا دا پروژې د فواید عامې وزارت د کلیوالو سړکونو د ملي پروګرام په چوکاټ کې عملي کیږي:

"د کلیوالو لارو د جوړولو پروژې دا هغه پروژې دي چې کلي له ولسوالیو سره ،او ولسوالۍ له ولایتونو سره وصله وي، موږ به بیا هم په مختلفو ولایتونو کې لکه بدخشان، کندز،سمنګان او قندهار کې دا پروژې عملي کړو،چې د سیمه ایزو خلکو په اقتصادي وده کې ډیره ګټه رسوي."

ښاغلي بارکزي وویل چې؛ د یادو پروژو لګښت نړېوال بانک ورکوي.

د فواید عامې وزارت په عین وخت کې خبر ورکوي چې؛ ټاکل شوې د هېواد حلقوي سړک راتلونکی کال بشپړ شي او تر اوسه یې کار نوي فیصده پرمخ تللی.

د دې وزارت د چارواکو په وینا د کابل ښار د حلقوي سړک د ډیزاین کار هم بشپړ شوی او ټاکل شوې په څو میاشتو کې یې د جوړیدو کار پيل شي.

په تیرو شاوخوا یولسو کلونو کې په افغانستان کې له ۷ زره کیلومتر څخه زیات سړک قیر شوي او په شاوخوا ۲۰ زره کیلومتر سړکونه باندې چغل اچول شوي.

په دې سړکونو تراوسه پنځه ملیارډه ډالره لګیدلي دي.

خو د راپورونو له مخې د سړکونو ساتنې ته د لازمې توجه د نشتوالي او دوسلوالو طالبانو د ماینونو د چاونو له امله ددې سړکونو د پام وړ برخه بیرته ویجاړه شوې.

د فواید عامې وزارت ادارې او مالي مرستیال هم تایید کړه چې؛ یو شمېر سړکونه د طبیعی پیښو او نورو عواملو له امله خراب شوي او د ځینو یې وخت پوره شوی دي.

ښاغلی بارکزي په دې برخه کې د کابل کندهار سړک یاد کړ:

"موږ ډیره هڅه کو چې د یو شمیر سړکونو ساتنه او څارنه وکړو، له هغو څخه یو هم د کابل-کندهار سړک دی، ځینې برخې، پلونه او پلچکونه یې په جنګ ویجاړ شوي او طبعي پيښو او سیلابونو خراب کړي دي. ددې تدارکاتي مسایل مو برابر کړي دي او په راتلونکو څو اونېو کې به یې د حفظ او مراقبت کار پیل شي."

ځینې کتوونکي دا هم وايي چې؛ په افغانستان کې د سړکونو په جوړیدو هم سمه څارنه نه کیږي او ځینې سړکونه له سره بې کیفیته جوړیږي.

همدا راز ویل کیږي چې؛ بار وړونکي موټر له ټاکل شوي حده زیات باریږي چې دا هم د لویو لارو د خرابیدو سبب کیږي.

افغان چارواکو تل ویلي چې ددې ستونزو مخنیوي ته به کار وکړي، خو ځینې کتوونکي دولت په دې برخه کې په بې پروايي تورنوي.

مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG