د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

دفاع وزارت: اسلام‌اباد ته د مټېس په ورتګ لا هم پر وسله‌والو د فشار نښې نه‌شته


د افغانستان دفاع وزارت وایي، اسلام‎اباد ته د امریکا د دفاع وزیر تر سفر شااوخوا درې ورځې وروسته‌یې لا هم د پاکستان له لوري هېڅ داسې نښه نه‎ده لیدلې چې وښیي دغه هېواد پر وسله‎والو مخالفینو فشار راوړی وي.

دا لومړی ځل نه‎دی چې امریکا په جدي ډول له پاکستانه غواړي چې په هغه هېواد کې د ترورېستي ډلو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړي او له ملاتړه‌یې لاس واخلي، خو افغان او امریکایي چارواکي دواړه وایي، تر اوسه د پاکستان په دریځ کې د پام وړ بدلون نه‌معلومېږي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د دوشنبې په ورځ اسلام‎اباد ته سفر وکړ چې پر پاکستاني چارواکو فشار راوړي، څو د وسله‎والو ډلو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او هڅې لا ډېرې کړي.

که څه هم په لومړي سر کې د امریکا د دې هلو ځلو په اړه خوشبینۍ ښودل شوې وې، خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وایي، تر دې سفر شااوخوا درې ورځې وروسته‌یې لا هم پر وسله‎والو مخالفینو د فشار راوړلو په برخه کې د پاکستان کومه ښکاره نښه نه‎ده لیدلې.

جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې په دې برخه کې د پاکستان صادقانه همکاري د افغانستان جګړه پای ته رسولی شي.

جنرال دولت وزیري
جنرال دولت وزیري

دی وايي:

"موږ تر اوسه داسې نښه نه‎ده لیدلې چې د پاکستان حکومت پر مخالفینو فشار راوړی وي او یا یې د ترورېستانو له ملاتړه لاس اخیستی وي. زموږ هیله همدا ده چې پاکستان د ترورېستانو له ملاتړه لاس واخلي او هغوی پرې نه‎ږدي په پاکستان کې پټن‎ځایونه ولري. لکه چې موږ هېڅ‌چا ته اجازه نه‌ورکوو. که د پاکستان حکومت هم همداسې وکړي، نو دلته جګړه پای ته رسېږي. "

د امریکا دفاع وزیر په اسلام‌اباد کې د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه، پوځي جنرالانو او په اسلام‌اباد کې د امریکا له سفیر سره کتلي دي.

پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دفاع وزیر جنرال جېمز مټېس د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان پر رول خبرې کړي او ټینګار یې کړی چې پاکستان باید د ترورېستانو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړي.

د امریکا دفاع وزارت په پاکستان کې د هغو وسله‌والو ډلو د فعالیت له امله د واشنګټن قهر ته هم اشاره کړې چې د دوی په خبره په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو او د امریکا پر ګټو حملې کوي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس

د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې امریکایي چارواکي وایي چې پاکستان ته د لوړپوړو امریکایي چارواکو له سفرونو او ټینګار سره سره‌یې د وسله‎والو ډلو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان په دریځ کې کوم بدلون نه‎دی لیدلی.

دا د امریکا د دفاع وزیر په توګه پاکستان ته د جېمز مټېس لومړنی سفر و.

تر هغه دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن هم په دې وروستیو کې اسلام‎اباد ته سفر کړی وو.

پاکستان په وار وار د ترورېستي ډلو د ملاتړ تورونه ردوي او ادعا کوي چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې همکاري کړې ده.

XS
SM
MD
LG