د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

جېمز مټېس اسلام‌اباد ته رسېدلی او له پاکستاني مشرانو سره‌یې خبرې پیل کړي


د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس اسلام‌اباد ته رسېدلی او له پاکستاني مشرانو سره‌یې خبرې پیل کړې دي.

نوموړي نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي او لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره وکتل.

ویل کېږي چې د دوی خبرې له طالبانو، په تېره له حقاني شبکې سره د پاکستان د ملاتړ پر ادعاوو متمرکزې دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې عباسي له مټېس سره په کتنه کې وویل چې هېواد یې د ترورېزم پر ضد جګړې ته ژمن دی او یادونه‌یې کړه چې په افغانستان کې سوله تر پاکستان زیات بل هېڅ هېواد هم نه‌غواړي.

مټېس په داسې حال کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي چې په واشنګټن کې عمومي نظر دا دی چې اسلام‌اباد د طالبانو او حقاني شبکې د وسله‌والو پر ضد کافي اقدامات نه‌دي کړي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن تېره اوونۍ وویل چې د افراطي ډلو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان چلند نه‌دی بدل شوی.

هغه همداراز وسله‌والو مخالفینو ته خبرداری ورکړ چې که له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کې‌نه‌ني، نو وبه ځپل شي.

ینس سټولنټنبرګ
ینس سټولنټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د ناټو د غړو او اروپايي ټولنې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه د بحث په غونډه کې د جنرال نېکلسن خبرداری تکرار کړ او ویې‌ویل:

"زه د امریکا او ناټو چې په ګډه کار کوي، د هغه پیغام ملاتړ کوم چې موږ باید د پوځي روزنې د پروګرام د پیاوړي کولو له لارې په افغانستان کې خپل پوځي حضور غښتلی کړو، څو په جګړه کې روان ولاړ حالت مات کړو، له افغان ځواکونو سره مرسته وکړو چې تر ولکې لاندې قلمرو پراخ کړي او طالبانو او ترورېستانو ته دا څرګند پیغام ورسېږي چې د جګړې په ډګر کې به بریالي نه‌شي."

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالاتو د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته امریکايي چارواکو په پرله‌پسې ډول ویلي چې پاکستان باید د هغو ډلو پر ضد چې په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو حملې کوي، نور اقدامات وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په تېر اکټوبر کې په واشنګټن کې وویل، هېواد یې د ټرمپ له ادارې سره همکارۍ ته لېوال دی او زیاته‌یې کړه چې پاکستان د امریکا له مرستې پرته هم د ترورېستي ډلو مرکزونه په نښه کړي دي.

مټېس اسلام‌اباد ته له روانېدو مخکې پرون یکشنبه په کوېټ کې وویل، ده له پاکستاني مشرانو څخه اورېدلي دي چې پاکستان د ترورېزم ملاتړ نه‌کوي، خو هغه ټینګار وکړ چې پاکستان باید خپله دا ژمنه په خپلو پالېسيو کې عملي کړي.

هغه وویل چې امریکا له پاکستان سره د دې ستونزې د حل لپاره ګډ کار غواړي او زیاته‌یې کړه چې امریکا له پاکستان سره د نېکو اړیکو ټینګولو او همکارۍ ته لېوال دی، خو ده دا یادونه هم وکړه چې ولسمشر ټرمپ پر دې خبره ټینګار کوي چې باید په پاکستان کې د ترورېستي ډلو د پتنځایونو په وړاندې اقدام وشي.

  • له ښاغلي مټېس څخه پوښتنه وشوه چې ایا پاکستان ته د دې لپاره ځي چې پر دې هېواد فشار راوړي؟

ده په ځواب کې وویل چې د ده د کار تګلاره داسې نه‌ده، بلکې دی باور لري چې په دې برخه کې باید جدي کار وشي.

XS
SM
MD
LG