د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس په یو ورځني سفر پاکستان ته ځي


ټاکل شوې چې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس به نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» د یو ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه د جېمز مټېس د سفر په اړه څه نه‌دي ویلي، خو رسنۍ وايي چې نوموړی به اسلام‌اباد ته د خپل سفر پر مهال د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره وګوري او په یو لړ مسایلو به ورسره خبرې وکړي.

د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې د پاکستان سفر کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو امريکايي قوماندان جنرال جان نېکلسن په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي:

"واشنګټن به په پاکستان کې د وسله‌والو د پټن‌ځایونو په اړه پر اسلام‌اباد فشار ته دوام ورکړي."

جنرال جان نېکلسن
جنرال جان نېکلسن

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د جنرال نېکلسن د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو چې اسلام‌اباد د ترهګرۍ ضد جګړې ته ژمن دی او په خبره‌یې چې په پاکستان کې د وسله‌والو د پټنځایونو په اړه د اسلام‌اباد او واشنګټن په نظر کې توپیر دی.

په عین حال کې د روان کال په اګسټ میاشت کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د تګ‌لارې تر اعلانولو وروسته دا پاکستان ته د امریکا د دفاع د وزیر لومړی سفر دی.

ډونالد ټرمپ د سیمې لپاره په خپلې نوې تګلاره کې تور لګولی و چې په پاکستان کې د وسله‌والو مرکزونه دي چې له هغه ځایه په افغانستان کې پر افغان او امریکايي ځواکونو بریدونه کوي او همدا شان‌یې پر پاکستان غږ کړی و چې پر خپله خاوره دې د وسله‌والو پټنځايونه ختم کړي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

خو پاکستان بیا پر خپله خاوره د وسله‌والو د مرکزونو د شتون په اړه د امریکا د ولسمشر تورونه رد او ټینګار یې وکړ چې پر خپله خاوره‌یې د هر ډول وسله‌والو پر ضد کوټلي اقدامات کړي دي.

که څه هم د ډونالد ټرمپ د نوې تګ لارې تر اعلان وروسته د پاکستان او امريکا اړیکې د پخوا په پرتله یو څه سړې شوې، خو بيا دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو پر کچه خبرې اترې وکړې چې دواړه لوري په‌کې د اړيکو د رغولو لپاره د تماسونو په جاري ساتلو سلا شول.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د دفاع د وزیر تر سفر مخکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن هم د روان کال په اکټوبر میاشت کې د پاکستان سفر کړی و او د دې هېواد له چارواکو سره‌یې پر یو لړ مسایلو خبرې کړې وې.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG