د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

مټېس اسلام‎اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د ترورېزم پر اړوندو مسایلو غږېږي


د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس اسلام‎اباد ته رسېدلی او تمه ده چې نن به له پاکستاني چارواکو سره د ترورېزم پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالاتو د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته امریکايي چارواکو په پرله‎پسې ډول ویلي چې پاکستان باید د هغو ډلو پر ضد چې په افغانستان کې پر نړیوالو او افغان ځواکونو حملې کوي، نور اقدامات وکړي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

تمه ده چې ښاغلی مټېس به نن په اسلام‎اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې په ډاګه ووايي چې امریکا په دې برخه کې جدي ده.

مټېس اسلام‌اباد ته له روانېدو مخکې پرون په کوېټ کې خبریالانو ته وویل چې له پاکستاني مشرانو څخه‌يې اورېدلي چې پاکستان د ترورېزم ملاتړ نه‎کوي، خو ده ټینګار وکړ چې پاکستان باید دا ژمنه په خپلو پالېسيو کې منعکسه کړي.

هغه وویل چې امریکا له پاکستان سره د دې ستونزې د حل‎لپاره ګډ کار غواړي او زیاته‌یې کړه چې امریکا له پاکستان سره د نېکو اړیکو ټینګولو او همکارۍ ته لېوالتیا لري، خو په عین حال کې ده زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ پر دې خبره ټینګار کوي چې باید په پاکستان کې د ترورېستي ډلو د پتن‎ځایونو په وړاندې اقدام وشي.

مټېس به نن په اسلام‎اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې په ډاګه ووايي چې امریکا په دې برخه کې جدي ده.

له ښاغلي مټېس څخه پوښتنه وشوه چې ایا دی پاکستان ته د دې لپاره راغلی چې پر دې هېواد فشار راوړي، نو ده په ځواب کې وویل چې د ده د کار تګ‎لاره داسې نه‎ده بلکې دی باور لري چې په دې برخه کې باید جدي کار وشي.

ښاغلی مټېس دا خوشبینانه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په واشنګټن کې عمومي نظر دا دی چې پاکستان د طالبانو او د حقاني شبکې د وسله‎والو پر ضد کافي اقدامات نه‎دي کړي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان امریکايي جنرال جان نېکلسن تېره اوونۍ وویل چې د افراطي ډلو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان په چلند کې بدلون نه‎دی راغلی.

د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان امریکايي جنرال جان نېکلسن
د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان امریکايي جنرال جان نېکلسن

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په تېر اکټوبر میاشت کې واشنګټن ته د سفر پر مهال وویل، هېواد یې لېوال دی چې د ټرمپ له ادارې سره همکاري وکړي، خو ده زیاته کړه چې پاکستان د امریکا له مرستې پرته د ترورېستانو ځالې ورانې کړي.

XS
SM
MD
LG