د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د "م. م" نړیواله جنايي محکمه به نن چهارشنبه د "ملادیچ" په اړه حکم اعلان کړي


د ملګرو ملتونو نړیواله جنايي محکمه به چې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د کورنۍ جګړې پر مهال، د ترسره شویو جنګي جرمونه د څېړنې لپاره جوړه شوې، نن چهار شنبه "۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱"د بوسنیايي-صرب قوماندان راتکو ملادیچ​ په اړه خپل حکم اعلان کړي.

راتکو ملادیچ په ۱۹۹۰ میلادي کال کې چې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې کورنۍ جګړه پیل شوه، د هغه د دښمنانو له لوري د "بوسنیا قصاب" بلل کېده.

پر هغه تور لګېدلی چې په ۱۱ مواردو کې يې قتل عام، د بشريت ضد جرمونه او جنګي جرمونه ترسره کړي دي.

ملادیچ په عمر قید محکومېدلای شي، خو هغه پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

ملادیچ د ۱۹۹۵ میلادي کال په جولای میاشت کې په سربرنیتسا کې د لږ تر لږه ۸۰۰۰ بوسنیايي سړیو په ډله‌ییزه وژنه تورن دی.

ملادیچ په سربرنیتسا کې د لږ تر لږه ۸۰۰۰ بوسنیايي سړیو په وژنه تورن دی.
ملادیچ په سربرنیتسا کې د لږ تر لږه ۸۰۰۰ بوسنیايي سړیو په وژنه تورن دی.

په سربرنیتسا کې قتل عام په اروپا کې د یهودانو تر ډله‌ییزې وژنې یا هالوکاست وروسته تر ټولو ستر بشري ضد جنایت بلل شوی دی.

د دوهمې نړیوالې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د جرمني د نازي رهبرانو د محاکمې لپاره د نورمبرګ محکمې تر جوړېدو وروسته، اول وار و چې ملګرو ملتونو په بوسنیا کې د جنګي جنایتونو لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړه.

په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د کورنۍ جګړې پر مهال د شویو جنګي جرمونو د څېړنې لپاره نړیواله محکمه په ۱۹۹۳ میلادي کال کې جوړه شوه.

د کورنۍ جګړې پر مهال په هغې سیمه کې د ملګرو ملتونو له لوري سوله‌ساتي هالنډي ځواکونه پراته وو.

څارنوالان وايي، د راتکو ملادیچ عسکرو په سربرنیتسا کې د ملګرو ملتونو سوله‌ساتي ځواکونه شاته کړي وو، ښځې، نجونې او سپین ږیري یې په موټرو کې د بوسنیا پر لور استولي و او ځوان نارینه‌یې د ډله‌ییزې وژنې لپاره جلا کړي وو.

سربرنیتسا کې د سړیو وژنه د صربي ځواکونو له لوري "قتل عام" و.

د ملادیچ عسکرو ټول نارینه چې له خپلو کورنیو یې جلا کړي وو، له شا ویشتي او بیا یې په ډله‌ییزو قبرونو کې خښ کړي وو.

د ۶۹۰۰ قربانیانو هډوکي یا جسدونه د «ډي، اېن، اې» معاینو پر اساس پېژندل شوي، خو د سلګونه کسانو مړي لا هم نه‌دي موندل شوي.

د ملګرو ملتونو نړیوالې جنايي محکمې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې حکم وکړ چې په سربرنیتسا کې د سړیو وژنه د صربي ځواکونو له لوري "قتل عام" و.

څارنوالانو وویل چې په یوګوسلاویا کې د جګړې پر مهال، ملادیچ، د صربانو سیاسي مشر رادوان کاراجیچ او د صربانو ولسمشر اسلوبودان میلوشویچ غوښتل چې بوسنیا کې یوازې صربان وو، واوسي او سیمه له غیر صربانو یې خلاصه کړي.

څارنوالانو دې مسئلې ته د داسې "نژادي تصفیې" نوم ورکړ چې هدف‌یې د یوګوسلاویا تر ړنګېدو وروسته د لویې صربیا جوړول وو.

د ملګرو ملتونو د نړیوالې جنايي محکمې لوی څارنوال پرون د سې شنبې په ورځ "۱۳۹۶ کال د لړم ۳۰" ازادي راډیو ته وویل چې پر راتکو ملادیچ نننی حکم د پخوانۍ یوګوسلاویا د جګړې پر مهال د جنګي مجرمینو د محاکمې د یوه فصل خاتمه ده او ۵۰۰۰ کسان لا هم تر قانوني څارنو لاندې دي.

XS
SM
MD
LG