د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۵

د "لاجوردو" لارې تړون په ترکمنستان کې د "ریکا" په اوومه غونډه کې لاسلیک شو

د «لاجوردو» د لارې قرارداد نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۴» د ترکمنستان په مرکز عشق‌اباد کې د "ریکا" د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان په اوومه غونډه کې لاسلیک شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني وویل چې دغه قرارداد په اساسي پروژو د پانګې لګونې له لارې د ټرانسپورت او سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ګډو زیارونو په نتیجه کې لاسلیک شو.

د لاجوردو د لارې قرارداد د افغانستان، ترکیې، ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان ترمنځ لاسلیک شو.

د لاجوردو لاره په ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان تېرېږي بیا په تور سمندر ترکیې ته رسېږي.

افغانستان چې سمندر ته مستقیمه لار نه‌لري د لاجورد په لار ازادو اوبو سره ځان نښلوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د "ریکا" یا د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو په غونډه کې د نورو اقتصادي لاسته راوړنو یادونه هم وکړه.

صلاح‌الدین رباني وویل افغانستان ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کېلو ولټ برېښنا د لېږد د ګډې اعلامیې لاسلیک هم یوه لویه لاسته راوړنه ده چې د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو دوامداره پرمختک څرګندوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او هند ترمنځ هوايي دهلېز ته هم اشاره وکړه او ویې‌ویل چې په تېرو ۵ میاشتو کې د افغاني سوادګرو ۱۱۵۰ ټنه اقلام هند ته صادر شوي دي.

په عشق‌اباد کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو دوه ورځنۍ غونډه نن پای ته رسېږي.

د ریکا غونډې ګډونوال
د ریکا غونډې ګډونوال

د بهرنیو چاور د وزیر صلاح‌الدین رباني تر څنګ د افغانستان له لوري د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم په غونډه کې برخه اخیستې.

د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو سازمان یا "ریکا" په ۲۰۰۵ کال تأسیس شوی دی.

مخکنۍ غونډې یې په کابل، استانبول، نوې ډهلي او اسلام‌اباد کې شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG