"ريکا" يا د افغانستان په اړه د سيمهييزو اقتصادي همکاريو اووم کنفرانس د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۳ او ۲۴» د ترکمنستان په پلازمېنه عشقاباد کې جوړېږي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ريکا "RECCA" يا د افغانستان په اړه د سيمهييزو اقتصادي همکاريو په اووم کنفرانس کې به د ګڼو هېوادونو د بهرنيو چارو يا هم د اقتصادي چارو وزيران، د سيمهييزو او نړيوالو سازمانونو رئيسان برخه واخلي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دغه کنفرانس کې د برخهوالو هېوادونو او سازمانونو شمېر په زياتېدو دى.
ويل شوي چې د "ريکا" په شپږم کنفرانس کې چې د ٢٠١٥ میلادي کال د سپټمبر پر درېيمه او څلورمه په کابل کې جوړ شوى و، د ٤٠ هېوادونو او ٣٠ سازمانونو استازو برخه درلوده.
د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني وايي، په دغه کنفرانس کې د سيمهييزو پروژو لپاره پر نويو اقداماتو غور کېږي.
دى وايي، دغه کنفرانس د افغانستان لپاره د اقتصادي همکاريو فرصتونه ايجاد کړي دي.
مستغني زیاته کړه:
"سږ کال درې مهمې پروژې د «ریکا» د شپږمې غونډې په چوکاټ کې اوومې ناستې ته وړاندې کېږي. لومړی، د سیمهییزو اقتصادي همکاریو له لارې د افغان ښځو اقتصادي وړتیاوې جوړول، د «ریکا» د سوداګرۍ او صنایعو خونې جوړول او بل دا چې د «ریکا» په چوکاټ کې د څېړنو او ارزونې د مرکز جوړول."
د "ريکا" په اووم کنفرانس کې به د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاحالدني رباني برخه ولري.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، "ريکا" يا د افغانستان په اړه د سيمهييزو اقتصادي همکاريو د کنفرانس لړۍ هغه چوکاټ دى چې توانېدلى په افغانستان، جنوبي او مرکزي اسيا کې د سيمهييز اقتصادي ادغام زمينه برابره کړي.
دغه سيمهييزه همکاري پر اقتصادي وده، د بېوزلۍ پر لهمنځه وړلو، سيمهييز اقتصاد او امن راڅرخي.
د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو معينې عادلې راز ويلي، ريکا د سيمهييزو اقتصادي همکاريو او تجارت د راجلبولو لپاره پر افغانستان متمرکز يو اغېزناک مېکانیزم دى.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيد مسعود ازادي راډيو ته وويل، کابل توانېدلى د "ريکا" له کنفرانس څخه په سياسي لحاظ ډېره ګټه واخلي.
دی وايي:
"افغانستان توانېدلى په اقتصادي لحاظ تر يوه حده له «ريکا» کنفرانس څخه استفاده وکړي، تر څو په سياسي لحاظ ډېره ګټه ورڅخه واخلي. دا اوس هم چې د «ريکا» بله غونډه جوړېږي د افغانستان موضوع په سر کې ده. د افغانستان په اړه سيمهييز تعهدات بيا پهکې مطرح کېږي. که په هوښيارۍ او ښه مديريت پهکې مخکې لاړ شو، ډېر مو په ګټه دى."
که څه هم د "ريکا" د کنفرانس له پيله ١٢ کاله تېرېږي، ځيني انتقاد کوونکي وايي، افغان حکومت نهدى توانېدلى د دې سلسلې له لارې ډېر مشخص کارونه وکړي.
د ريکا په کاري ساحه کې د انرژۍ، د ټرانسپورت د شبکو، د تجارت او ټرانزيت په برخه کې د اسانتياوو، په سيمه کې د سوداګرو او پانګهوالو ترمنځ د همکارۍ موضوع شامله ده.
کابل توانېدلى د "ريکا" له کنفرانس څخه په سياسي لحاظ ډېره ګټه واخلي.
د ولسي جرګې د مواصلاتو کمېسيون غړې حبيبه سادات بيا په دې نظر ده چې د "ريکا" په کنفرانسونو کې ځينې پروژې مطرح شوي، خو په عملي برخه کې يې کارونه پڅ روان وي.
نوموړې وايي:
"تر کومه ځایهیې چې موږ وینو یا یې احساسوو یو څه کارونه شوي او یا یې د کېدو پلان دی، خو په هغه اندازه چې ویل کېږي او یا یې ژمنې کېږي او یا یې له افغانستان سره مرسته کېږي له بده مرغه څه نهدي شوي."
د "ريکا" اوله غونډه په ٢٠٠٥ میلادي کال په کابل کې د افغانستان په کوربهتوب وشوه چې د ١١ سيمهييزو هېوادونو استازو پهکې برخه درلوده.
د "ريکا" دوهم کنفرانس د هندوستان په پلازمېنه نوې ډېلي، درېيم په اسلاماباد، څلورم په ترکيه، پنځم په تاجکستان او شپږم په کابل کې جوړ شوى و.
افغان حکومت وايي، د کنفرانسونو د دغو سلسلو په مرسته به د سيمهييز ټرانزيت او تجارت په برخه کې د افغانستان د نقش په بيا احيا کولو سره به افغانان له بېوزلۍ خلاص او افغانستان به د سيمهييزو همکاريو او تجارت په مرکز بدل شي.
افغان حکومت وايي، "ريکا" اوس د سيمهييزو همکاريو په يوه مهم چوکاټ بدل شوى چې د سيمهييزو پروژو لپاره مهمې اسانتياوې برابروي.